هر خوا راروان مو په وطن سره سيلابونه دي
ځکه چې بى ننګو مو پلورلي عزتونه دي

دا چې استقلال ترينه هير شوى هيڅ پروا نکړي
خپله يې تړلى په زنځير دوى غيرتونه دي

بس کړۍ اى نادانو چې تر کومه به ځغليږۍ نور
ډير مو اوريدلي د پرديو پيغورونه دي

يو رب ته تسليم شۍ او په يو رب توکل وکړۍ
وران مو شو هيواد کلو مو اخيستى اورونه دي

مه ژاړه (خليله) دا وختونه دى تيريږي به
مونږ ته پخوانى ميراث کى پاتى ټول غمونه دي