سيدجمال فاطمي
زۀ سيدجمال الدين فاطمي يم د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د تورغر د کلي اوسېدونکی ، د کرنې د پوهنځي محصل ، اوس مهال پۀ ننګرهار ولايت کې د ژوند رنګينې شپې ورځې تېروم .شعر او ادب سره بې کچه مينه لرم او خپله هم شعرونه ليکم .
ليکنې او مقالې
دعا
ای زما ربه! تانه زار او سپېلنی شم! ستا څومره عجیبه نظام دی! ستا په مخلوق کې هر ډول خلک شته! ځینې وخت یو تن بل ته دومره خوشالۍ ورکړي چې د هغه ټول غمونه له یاده وځي، او داسې ګومان کوي چې دۀ په ټول ژوند کې غم نه دی لیدلی، خو باالعکس ځینې وختونه یو تن بل تن دومره وځوري چې ټولې خوشالۍ او نېکمرغۍ یې له یاده وځي او داسې ګومان کوي چې په ژوند کې یې خوشالي نه ده لیدلې. په رښتیا چې ځینې وخت انسان له فرښتو نه لوړ مقام لري خو ځینې وخت دومره ذلیل شي چې له
پښتانه او غزاله / قربان
السلام عليكم و رحمةالله و بركاتهپه دې نيت چې لوستونکي وروڼه خفه نه شي او په دې خاطر چې زما دې څو ټکو کې يو څه فکر وکړی او بيا ېې د يو مسوليت په توګه نورو سره شريک کړی غواړم يو څو ټکي وليکم خبر اوږدول نه غواړممطلب مې دا ده د دغې غزالې مړينې سره د انټرنيټ په مختلفو رسنيو کې د پښتنو لخوا د ژور خفګان پيغامونه نشريږي او لا خواخوږي ېې لا پسې زياتيږي نن څو ورځې بعد زه هم د دغې مرحومې مړينې سره ډيرزيات خفه شوم شايد چې چې زما خفګان له هر پښتون که د لر وي او که د بر زيات وي خو البته ز
روغتيا / بغداد ارماني
ليکنه : روغتيا | ليکوال : بغداد ارماني | اخيستنه : ټولنيزې ناخوالې ، عوامل او حل لارې |
هغه وخت پوه شوم !
ليکواله : کامله هاشمي د ښوونځي پۀ دوره کې، هغه مهال چې د پېښور فضا د باروتو لوګيو نۀ وه بدرنګه کړې، د پښتو ښوونکې مې راته څو، څو ځله د (معلول) او (ملول) لغاتونه پۀ تخته ليکلي، مانا کړي او د دې دواړو تر منځ يې راته توپير بيان کړې ؤ . مګر ما ته د دې ل
خپلې پېغلې لور ته د ام ایاس د مور نصیحتونه :
د ام ایاس مور خپلې پېغلې لور (ام ایاس) ته د مېړۀ (عوف بن محلم الشیباني) کور ته تر ورتلو مخکې نصیحتونه کوي . اې لورکۍ! تۀ لۀ هغۀ کور څخه ورجلا شوې چېرته چې تا خاپوړې کړې وې، لۀ هغۀ ژوند څخه ورجلا شوې چېرته چې تۀ لویه شوې وې ، داسې سړي ته ورغلې چې نه یې پېژنې او داسې ملګري ته ورغلې چې ورسره بلده نه یې، نو تۀ د دۀ لپاره وینځه شه ترڅو دی ستا لۀ پاره غلام شي .
آيا د فيس بوک ايجادوونکی غل دی؟
مارک پۀ ١٩٨٤ ميلادي کال کې پۀ نيويارک کې پۀ يوه يهودي کورنۍ کې وزېږېدۀ ددۀ پلار (ايډورډ)غاښ جوړوونکی او مور يې د نفسياتوماهره ده، څۀ رنګه چې دواړو ښه ګټه کوله نو لۀ دې امله مارک لۀ اسانتياوو ډک ژوند درلود، هغه د کورنۍ کم عمره غړی دی لۀ دۀ نه مشرې درې خويندې دي، اوس مهال د دۀ مشره خور (رينډي) د فيس بوک د مشتريانو د مارکېټينګ د څانګې مشره ده .
ايا د فيس بوک ايجادوونکی غل دی؟
څه وخت مخکې د امريکا د مشهورې مجلې (ټايم) د تازه ګڼې د پښتۍ پۀ ليدلو سره حيران شوم چې په دې ګڼه کې يې (مارک زکربرګ) د کال د شخصيت په حيث معرفي کړی ؤ. چې کله مې دا مضمون ولوستۀ حيراني مې دوه برابره شوه پۀ دې مضمون کې يې (مارک) ستر ذهين، ټولنيز شخصيت او د بېوزلو خواخوږی ثابت کړی ؤ.
ټولنيز ژوند او د فرهنګ ډګر / سيف الدين (حسن) ابو ظبى
هر قوم او ملت په نړۍ كې يو ځانګړى فرهنګ او دټولنيز ژوند يوه ځانګړې بڼه لري چې هغه يې داجتماعي پيژندګلوۍ مظهر وي , اوبيا په خاص ډول هغه ملتونه چې په كوم دين عقيده ولري , هغوى تل هڅه كوي چې ملي تشخص يې مستقل وي , او په بل قوم او ملت كې مدغم نشى.كه ديوه ملت وګړي خپل ملي لباس ,خپل فرهنګ,اوخپل دپيژندګلوى نور مشخصات له لاسه وركړي , هغوى كه هر څومره هوښيار, باسواد, اوپه مادي لحاظ پر مختګ وكړي , بيا هم يو م
بت شکن او بت فروش / ( ارواښاد ډاکټر ذبيح الله شرر)
تاريخ لۀ هيچا سره ظلم نۀ کوي ، کۀ پۀ کومه تاريخي مرحله کې د چا حق تر پښو لاندې شوی وي ، وي به ، خو د تل لپاره تاريخ د چا پۀ حق سترګې نۀ پټوي ، نۀ د تل لپاره د چا شرمنامې پټوي ، چا ته پۀ خپل ژوند کې او چا ته لۀ هغۀ وروسته خپله آئينه پۀ مخ کې نيسي او خپله اصلي او حقيقي څېره ورته ښيي . هغۀ چا چې دنيا له لته ورکړې او دين غيرت يې غوره ګڼلی ، پۀ اصطلاح ټنګه سری نۀ ؤ او چې د پيسو او د کيسو د ګټلو خبره به شوه ، نو پښتون به کيسې ګټلې او هندو به پيس
خلک صرف خواږۀ غواړي / ډاکټر ذبيح الله شرر
کۀ مو ديو قوم د ازادۍ جاج اخيستلو نو مطبوعاتو ته يې وګورئ، چې د ټولنې افراد د خپل ملک او قوم د برخليک پۀ ټاکلو کې د خپلو خيالاتو څومره تعبير کولی شي؟ وګورئ چې پۀ ټولنه کې خو (استعمار) حاکم نۀ دی . وګورئ چې پۀ مطبوعاتو کې خو ټول قوم ته د احمق ګومان نۀ دی شوی او يوازې څو کسان خو د هوښيارۍ ټيکه نۀ ده اخيستې؟ وګورئ چې د قوم پۀ خولۀ خو پلستر نۀ دی لګول شوی؟