غزل
تاو مې چې له تانه کړل لاسونه پرېشان
ولې دې په مخ کې شول رنګونه پرېشان


بيا دې شولې سترګې په محفل کې باراني
بيا د فلسفو ټول کتابونه پرېشان


تا راته د زړه خبره ډېره ورسته وکړه
تاته به نور نه ليږم خطونه پرېشان


شول بيا دوه مين سره په غېږو کې ويده
کلي کې بليږي څراغونه پرېشان


ته چې وايې ښه نه يې طالبه ليونيه!!
ساتمه له ځان سره رازونه پرېشان


طالب منګل

 



غزل

 


په کومه ورځ چې ستا ګلاب ماته راورسيده
د زنده ګۍ واړه حساب ماته راورسيده


ګرانې پرېږده يې بهانې درسره نه نيسي
پيکه،پيکه شو انتخاب ماته راورسيده


خير دى،خيريوسې زه به په کې څه ووايم
زړه زما زړه و زړه خراب ماته راورسيده


ما يې د شګو په وجود کې ښکلولې شونډې
تندې اخيستى و درياب ماته راورسيده


هغه د پېغلو الهامي کيسې مې ولوستلې
طالبه ستا هغه کتاب ماته راورسيده


طالب منګل