زه مو ولې هېـرکړم ؟

( طنز)

لیکوال : سید جمال

ظالمانو ! سخت مو خپه کړم ، ستاسې له لاسه مې نن په تشناب کې ښه وژړل ، څه وکړم په دفترکې که دخپلو هېوادوالو په مرګ هم وژاړم ، د دفتر ملګري مې دغه یوشک راباندې کوي چې ګواکې زه بیا مین شوی یم . یوخو دې خدای ماله دې نامراده زړه خلاص کړي چې په هـرچا به دی میـن وي ، هغه د مخالف خبره مې، که په دېوال څوک راته  سورټکری هم واچوي ، ما بیا ورته یوه څلوریزه لیکلې وي ، کنه نو ما به ولې په تشناب کې ژړل او دا یاران مې په دې هم ښه پوهېږې چې ګومان د ایمان زیان دی . خبره دا ده چې دا څوومه ورځ ده چې په ځینو رسنیوکې زما ځینې ملګرو په ادبیاتوکې دنوښت یا ځان ځلولو او چاته دصیب ویلو او چاته دصیب نه ویلو په سر یو خوږ بحث روان کړی، ماچې دا ټولې تبصرې ولوستلې، نوسخت خپه شوم، ځکه هـیچا هم زما حق نه و ادا کړی او مکمل یې هېرکړی وم ، هیچا هم زما نوم د خپلې خوښې لویو استادانوپه لست کې نه و راوړی ، دې بې انصافۍ راته په زړه داسې ټک راکړ چې والله که مې د سګرېټ ګل تر راتلونکې مشاعـرې له یاده ووځي ، ځکه ماچې نن خپله د خاطراتو کتابچه، چې په هره پاڼه کې مې زړه اوغشی رسم کړی او په ځینو ځایوکې مې د I love you جمله هم لیکلی ، وکتله، نو پوره یوسلودرې اویا مشاعروته تللی یم ، دیارلس اعشاریه څلورلنډۍ مې تر اوسه افتتاح کړي او په هره مشاعـره کې مې خپلوځینو ملګروته دومره  واه ، واه  چیغي وهلې چې بیا دوی دې ته مجبوره وو، چې هم زما د شعـردلوستلو په وخت کې خامخا ووایې چې ( بیا یې ووایه ، بیا یې ووایه ) ، څنګه یې کوي ادب باید د ادب لپاره وي .د خاطراتوپه کتابچه کې مې د هغورادیوګانواوتلویزنونو نومونه هم یاداشت کړي وو،چې له ما سره یې په ادبي ژانرونو اود اتڼ په ډولونومرکې کړې وي او زه په کې ښه ځلېدلی وم ، که څه هم دغو رادیوګانو او تلویزنونو ته د ورتګ لپاره مې د خپل کوچني زوی دسریلاک پیسې هم په موټروکې  وبایللې اوهم به دفترکې غېرحاضرشوم ، زه به پـښتوادب ته خپل کوم کوم خدمت تاسوته یاد کړم؟! تراوسه مې په لسګونوادبي مقالې له بېلابېلوساېـټونو را کاپي ، فیسټ کړې او بیا مې د ځان په نوم په نره نشرکړې دي ، دا بېله خبره ده چې زما د مقالې د هرپاراګرف ژبه اولهجه سره بېلي دي ، په اصل کې زه غواړم ټول وطن ته یو برابرخدمت وکړم . بله خبره داده چې زه یو تازه وړاندیز هم لرم ، ترڅو دا روانه ادبي لانجه ختمه شي ، هغه دا چې سر له ننه دې په ادبي حلقوکې  د صیب له کلمې سره عددي شماره زیاته شي د مثال په ډول صیب ۱ ، صیب ۲ ، صیب ۳  او صیب ۴ ، هرچاته دې دهغه دادبي کارونوپه پام کې نیولوسره دصیب ۱ ، صیب ۲ اوصیب ۳ او ۴ مرتبه ورکړل شي، خو یوخبره کوم ، هغه داچې ګورﺉ زه په صیب ۱ شماره کې یم ، ځکه دا زما ادبي حـق دی.