خبره دې په ګل بدله( د اجمل تورمان او یارانو په ځواب کې)

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

دوه ورځې کېږي د تاند په پاڼه کې د لیکنو یوه لړۍ ګورم دا مې اوریدلي و چې یو لیکوال دې یوه لیکنه وکړي بیا دې په څو برخو کې خپره کړي، خو داسې کومه لړۍ مې تر اوسه نه وه لیدلې ، دا لړۍ ښاغلي تورمان پېل کړه او ورپسې ظهور کمال، واصل وصال وغځوله، یو خو په دې نه پوهیږم چې له دې کار څخه به د دوی موخه څه وي، خو چې هرڅه وي ښه کوي. مګر د دوی  لیکنې یوازې دې ته ځانګړې شوي دي ترڅو په هغو کسانو نیوکې وکړي چې نور ورته صیب وايي. خو زه بیا وایم چې نه داسې به نه وي څوک چې صیب شوی وي، یو څه به دې صیب کړی وي. مفت صیب خو ما تر اوسه چاته نه دي اوریدلي، دوی مخکې لیکلي و چې ځينو له ځانونو څخه منارونه جوړ کړي دي، که د دوی موخه ځينې پښتانه وتلي لیکوالان وي لکه استاد غضنفر صیب، یا یې کوم وتلی شاعر وي لکه کاروان صیب، جلان صیب او داسې نور  نو زه د دوی پر خلاف یم. وګورئ او منطقي فکر وکړی، استاد غضنفر یو ښه لیکوال او ښه نقاد دی دا که وصال صیب یا یې تورمان صیب مني او یا یې هم نه مني دی منار دی او دا منار نه نړیدونکی دی ځکه چې په اوسني وخت کې د ده لیکنې، نثر او کره کتنه له ډيرو نیمګرتیاوو پاکه وي او د همدې ښاغلو او ما په ګډون یې ډير روزلي او د پښتو ویلو، لیکلو او لوستلو ته یې هڅولي دي. او که خدای مه کړه نه یې مني نو دوی باید بدیل وړاندې کړي، دا منم چې دوی هر یو په خپل وار سره ښه لیکوالان او وتلي شاعران دي خو لا کیدای شي دومره منلي نه وي لکه سحر صیب، ومان نیازی صیب، غضنفر استاد او یا هم کاروان صیب. تورمان صیب په لومړي سر کې شاعري ته مخه کړه خو ژر یې هغه ډګر پرېښود او ماشوم ادبیاتو ته ور ګډ شو، دا چې ده په شعر کې څومره کار کړی دی او ماشوم ادبیاتو ته یې څه کړي دي دا به نه هیریدونکي وي او تل به پاتې وي، همداسې وصال صیب درواخله که خدای مې غلط نکړي یوه دوه کتابه یې چاپ شوي دي چې یو یې نیم خپل او نیمه ژباړه او بل یې یو ناول دی چې ټول یې ژباړلی دی. دی هم یو ښه ژباړن او ښه لیکوال دی خو تر اوسه ډير داسې څه شته چې دی باید پرې پوه شي. که چېرې لږ منطقي فکر وکړو هغه مقوله ده وايي(که غواړې درناوی درته وشي، نو درناوی وکړه) زه وایم که نن دوی داسې خلک نه مني دوی غواړي دا  د صیب کلمه چې یوازې د یو درناوي لپاره ده له منځه یوسي خدای مه کړه د دې ډار دی چې سبا به دوی ته هم څوک درناوی نه کوي. که د وصال صیب شاعري بشپړه ولولۍ نو کیدای شي ډيرې تکراري خبرې پکې و وینۍ، همداسې دا تورمان صیب او نورو هم درواخلۍ، بل داچې تل د نورو فکر،خبرې د نوي فکر او نویو خبرو زېږنده وي، دا ډيره ښه ده چې زموږ په ژبه کې نوښت ډېر شي او ټول په دې فکر وکړي چې د نورو په خبرو شخوند ونه وهي، خو د نورو تر مطالعې پرته دا هم شونې نه ده، ځکه یو انسان نابغه کیدای نه شي چې هرڅه دې په خپل زړه برابر کړي، وصال په خپله لیکنه کې دې ټکي ته ډېره ښه اشاره کړې وه:  ((نو پس مونږ څنګه کولای شو ټول عمر د یو شاعر او لیکوال نه د ښه شعر اوښې لیکنې انتظار ولرو او یاهم داسې وګڼو چې بس همدغه یو څوښاغلي دي چې په هرڅه باندې ښه پوهیږي دا ځکه چې دا، یو څو ښاغلي د ځينو ډلو او خلکو لخوا په لقبونو اونومونو نومول شوي او په دې توګه شهرت ته رسیدلي.دلته خو هر سړی بس هرکاره دی هم شاعر دی هم سندرغاړی اوهم کمپوزر مانا دا چې د ځان نه پوره دی.نو همدا لامل دی چې د کار کفیت مو ډیرټيټ او له معیار نه وتلی دی.)) که ستاسو موخه همدا وي زه درسره موافق یم او که ستاسو موخه د درناوي له منځه وړل وي نو بیا په تېرو ناسم قضاوت کیدای شي زموږ او تاسو سټې ته زیان ورسوي او لکه څنګه چې تر ننه زموږ دښمنانو پښتانه په څو نومونو یادوي کیدای شي دا نومونه نور هم ډير شي.

بله خبره هم د ښاغلي تورمان صیب په لیکنه کې ده زه به دده د لیکنې یو څو کرښې را واخلم: ((((چې په بده وا نه وړي ، زما هدف دا نه دی چې ځوانان دې د مشرانو بې احترامۍ ته وهڅوم او نه هم په کې دومره ښاغلی یم ، زه د پښتو شعر د یو لوستونکي له ادرس نه غواړم چې د شعر په تصویر کې بدلون راشي ، په ترکیبونو کې تغیر راشي ، د شعر په ژبه کې او په ټوله کې یې په هندسي جوړښت کې بدلون را شي.  نوي قالب وازمویئ ! نوي تصویرونه جوړ کړئ ! نوي ترکیبونه رامنځته کړئ ! او نوي استعدادونه مخته کړئ ! ما دا اوس هم د شعرونو یو نوي کتاب چې راته ډالۍ شوی و وتړلو ، دا د احتجاج په ډول ، غواړم ښه شعر ولولم ، تر هغه انتظار کوم .))) ښاغلي تورمان دلته ډېرو ښو ټکو ته اشاره کړې خو زه ورته یوازې څو خبرې کوم هغه دا چې که په دنیا کې بدرنګه نه وی ښکلي به چا څه کول، که په نړۍ کې ناروغي نه وای د روغ ژوند په ارزښت به څوک پوهیدل، همداسې که کمزوری لیکوال نه وی نو قوي لیکوال به چا تشخیص کولای شوی، که لوږه نه وی مړښت به نه وی، که تنده نه وی اوبو ته به تلوسه نه وی، لقمان حکیم صیب ته چا ویلي و چې: عقل دې له چا زده کړی حکیم صیب ورته ویلي و له بې عقلانو. که داسې وشي چې پخواني په سم ډول وڅېړل شي او د دوی له کمزوریو ګټه واخیستل شي او یا یې کمزوري اصلاح شي او قوي جملې، ښکلي ترکیبونه، لوړ خیال او فکر وړاندې شي دا به ښه وي. وګورئ په بهر کې پر لیکوالانو په سلګونو علمي لیکنې، اثار لیکل شوي دي خو راځئ دا وشمېرو چې موږ په خوشال څو مره اثار څېړلي دي خوشال یوازې شاعر و که یې نور څه هم کړي دي. نو هیله من یم چې ښاغلی تورمان صیب، وصال صیب او نور را څخه خواه بده نکړي، زه به احتجاج نه کوم خو زه وایم زه د تورمان صیب د کیسو، د شعرونو، او وصال صیب د ژباړو مینه وال یم او لولم به یې. د لوړ فکر، ښو ترکیبونو او ښو پنځونو سره یې همغږی یم، خو د وصال صیب له دې خبرې سره چې ګواکې صیب، وتلی، غزلبول لقبونه دې لرې شي مخالف یم، ځکه پښتنو هرچاته چې کوم نوم ورکړی دی په هغه کې د هغه نوم منطق لټولی دی، که ښاغلی حبیبي، الفت، رشاد صیب، روهي صیب او داسې نور ستوري دي نو په ریښتیا ستوري دي ځکه دوی په ډيرو سختو شرایطو کې د پښتو ادب شمعه بله ساتلې، که غضنفر صیب، سحر صیب، ومان صیب، کاروان صیب او داسې نورو د صیب نوم ګټلی دی نو دوی په دې ژبه ډير څه لورولي دي، د ښاغلي غضنفر یوازې د یوې لیکنې ساری په نن سبا کې بیخي نه لیدل کېږي، که کاروان صیب دا نوم ګټلی دی نو بدیل یې تر ننه په پښتو کې نشته دی، همداسې الفت صیب چې نثر یې تر ننه کولای شي د ډيرو مینه خړوبه کړي، او د رشاد صیب د علم او څيړنو صفت خو په یو یا دوو کرښو کې نه شي کیدای.همدارنګه د دوی دا لیکنې تر ډيره راته د دوستانو لیکنې ښکاري چې په یوه اداره کې دا کار کوي دوی که نیوکې کوي باید د خپلو لیکنو املا او انشا هم سمه کړي او له ځانه یې پېل کړي، ښاغلي کمال صیب جمیع الکمالات ته(جامع القمالات ) او غبرګون ته یې(عکس العمل) او سپیڅلی یې چې عربي بڼه یې مقدس دی(مقدص )  چې موږ ورته پښتو کې سپیڅلی لرو لیکلی دی او هم یې دا غونډله یا جمله وګورۍ(تکرار اواوڅو محدودو کسانو شعرونه اولیکنې پکې چاپیږي دهغه چاشعر چې واقعاً دخپرېدو وي، هغه دې دانظار قدمونه شماري .) دا یې هم د کمال صیب بله(خوشه شوه .) چې موخه یې کیدی شي خوښه شوه وي. نو که د دوی د دې لیکنو د لړۍ موخه نوي ځوانان او هغه څوک وي چې نن سبا کې مغرور شوي دي نو ډير ښه دوی یې باید مشخص کړي چې د دوی نیوکه په ځوان قشر باندې ده او که په پخوانیو هم، که ځوانانو کې سمون را وستل غواړي دا به ښه وي چې دوی ته ښې لارې چارې ور وښودل شي او دا کار دوی باید له ځان څخه پېل کړي، هیله من یم چې زما خواږه یاران را څخه خفه نه شي.