نوى غزل

دستا له سترګو نه چې سود راټولولى نه شم
د کايناتو دا ســــــــــــرود راټولولى نه شم

بې پامه غيږه دې لاليه ما له څله راکړه
پــــــه خپلو لپو کې وجود راټولولى نه شم

چې ته مې ښکل کړې نو له هغې ورسته داسې وشول
په وچو شونډو کې مې درود راټولولى نه شم

ستا په ورستۍ رخصت کې دومره مې ژاړلي ګلې
په خپلو سترګو کې مې رود راټولولى نه شم

تا به راټول کړمه د رازخيال به دې وساتمه
طالبه تا له خو يهود راټولولى نه شم

طالب منګل