نانځکه ورلیږم
پلی مزل مې کاوو چې سترګې مې په یوه خزانه دار ولګیدې ، د یوه وړوکي هلک پیسې یې بېرته ورستنولې . ماشوم په عمر کې له پنځو شپږو کلونو ډېر نه ښکارېده .
خزانه دار ورته وویل : زه بښنه غواړم ، خو تاسې ددې نانځکې د پېرلو لپاره پوره پيسې نه لری .
وړوکي هلک یوې بوډۍ ته چې تر څنګ یې ولاړه وه مخ ورواړاوو او وې وپوښتله : انۍ ! تاسو ډاډمنه یی چې زه پوره پیسې نه لرم .
هغې ځواب ورکړ : ته پوهیږې چې ددې نانځکې پېرلو ته پوره پیسې نه لرې ګرانه! .
له هغې وروسته بوډۍ ترې وغوښتل چې یواځې د پنځو دقیقو لپاره همدلته تم شي او خپله ترې لاړه .
په چټکې له سیمې ووتله .
وړوکی ماشوم هماغسې نانځکه په لاس ولاړ وو . ورنږدې شوم او ترې ومې پوښتل چې چا ددې نانځکې د وروړلو هېله ترې کړې .
هغه هم راته وویل دا هغه نانځکه ده چې د خورکۍ مې ډېره خوښه وه او د کرسمس لپاره یې ډېره زیاته غوښتله ، خورکۍ مې ډاډمنه وه چې بابا نویل « سانټا کلاس» به یې د کرسمس په ورځ ورکوي .
ما بېرته ورزیاته کړه چې کیداي شي بابا یې حتما ورډالۍ کړي او په دې اړه تشویش مه لره .
خو په ژور خفګان یې ځواب راکړ : نه ، کوم ځاي کې مې چې خورکۍ ده بابا یې نه شي ورلیږلی .
زه دا نانځکه مور ته ورکوم کله چې هغه ورغلله نو خورکۍ ته به یې ورکړي .
ماشوم چې دا خبرې کولې سترګې یې له اوبو ډنډې وې .
خورکۍ مې خداي ته ورغلې څو له هغه سره پآتې شي . پلار مې وایي چې مورکۍ هم ډېر ژر خداي ته ورتلونکې ده ، ځکه نو ما فکر وکړ چې هغه به نانځکه له ځانه سره یوسي څو یې خورکۍ ته وروسپاري.
لږ وو چې زړه مې ودریږي .
وړوکي ماشوم ماته وکتل او راته وې ویل : نن مې پلار ته وويل څو مورکۍ ته ووایي چې نه دې ځي تر هغو چې زه له بازارګوټي « مال » نه یم راستون شوی .
ماشوم خپل ډېر ښکلی عکس راښکاره کړ . هغه خندل .
وروسته یې راته وویل : زه له مورکۍ غواړم چې زما دا عکس هم له ځانه سره واخلي ځکه چې هغه به ما نه هیروي. زه مې له مورکۍ سره مینه لرم او هیله کوم چې هغه ما پرې نږدي ، خو پلار وایي چې هغه به هم وړې خورکۍ ته ورشي څو هماغلته ورسره پآتې شي .
ماشوم یو ځل بیا په ډېرې آرامۍ سره په وړې نانځکې له اوښکو ډک نظر تېر کړ .
ما په چټکۍ سره د خپلو پیسو جیبي بکس راویست او ماشوم ته مې وویل : داسې فکر وکړه چې یو ځل بیا چک کوو څنګه د نانځکې پېرلو ته پوره پیسې لرو!.
هغه وویل : سمه ده.
پرته له دې چې د ماشوم پآم وشي په چټکۍ مې لږې پیسې د هغه په پيسو ورزیاتې کړې او شمار مو پیل کړ .
د نانځکې پېرلو ته پیسې برابرې شوې آن لږ څه اضافه هم پآتې شوې .
وړوکي ماشوم وویل : مننه خدايه چې ماته دې پوره پیسې راکړې .
ماته یې وکتل او وې ویل : تېره شپه مخکې له دې چې خوب ته لاړ شم له خدایه مې وغوښتل څو ما ډاډمن کړي چې د دې نانځکې پېرلو ته پوره پيسې لرم څو یې مورکۍ وړې خور ته وروړي . هغه واورېدم! غوښتل مې چې له خدایه د ډېرو پیسو هیله وکړم څو مورکۍ ته هم پرې سپین مرسل واخلم خو د ډېر څه غوښتلو جرائت مې ونه کړ . خو هغه پوره پیسې راکړې چې هم دا نانځکه وپېرم او هم پرې سپین مرسل. د مورکۍ له سپینو مرسلو سره ډېره مینه ده ...
یو څو دقیقې وروسته بوډۍ بېرته راستنه شوه او زه هم له خپلې ټوکرۍ سره روان شوم .
له پیل تر اوسه مې د بیلابیلو فکرونو سره خپله سودا ختمه کړه .
وړوکی ماشوم مې هیڅ له ذهنه نه شو ویستلای . وروسته د سیمه ایزې ورځپاڼې د دوو ورځو مخکې پاراګراف رایاد شو چې پکې د یوه نشه یي لارۍ چلوونکي له خوا د یوې ځوانې ښځې او وړې نجلۍ په واسطه د کرایه شوي موټر د وهلو په اړه لیکلل شوي وو . پکې ویل شوي و چې وړه نجلۍ هماغلته ځاي پر ځاي شوې او ځوانه ښځه هم په سختو حالاتو کې ساه باسي .
کورنۍ یې هم باید پریکړه کړې واي چې د موټر د ژوند ژغورونکي ماشین یوه برخه چې د ټکر له امله د ځوانې ښځې په وجود ښخه شوې وه وباسي ځکه چې هغه له کوما څخه د وتلو جوګه نه وه .
له ځان سره مې وویل آیا دا خو به د هماغه وړوکي ماشوم کورنۍ نه وه چې ما ورسره کتلي وو .
له هغه سره مې له لېدو دوه ورځې وروسته په یوې ورځپاڼې کې ولوستل چې ځوانه ښځه په حق رسیدلې .
ځان مې نه شو ټینګولی د سپینو مرسلو یوه ګیډۍ مې واخیستله او د مړي کور ته لاړم کوم ځاي چې ځوانه ښځه له خښولو مخکې خلک ګوري او هغې ته خپلې وروستۍ هیلې ورکوي .
ښځه په خپل کفن کې وه یو ښایسته مرسل او د وړوکي ماشوم عکس یې په لاس کې پاتې وو . وړه نانځکه د تابوت خواته ایښې وه .
په ډنډو سترګو د مړي له کوره ووتم له یوه داسې احساس سره چې زما ژوند یې بدل کړ.
د وړوکي ماشوم مینه له خپلې مور او خور سره د همدې ورځې لپاره پآتې وه ، د منلو وړ نه وه یواځې په یوې شیبې کې ، نشه یي چلونکي د وړوکي ماشوم ټوله مینه له خاوره سره خاورې ته ولیږله .
د صفي الله ستانکزي ژباړه
۲۰۱۱\۱۰\۱۳ کابل – آزادۍ راډیو