غزل

کله چي وکړي څوک دوعا ماته رایاده شي مور
چیرته چي ووینم ښکلا ماته رایاده شي مور

کله چي مور سره ماشوم په پالي پالي درومي
له خولې مي اوځي بسم الله ماته رایاده شي مور

لکه یتیم دیوال ته کینمه ډیر وژاړمه
پردي وطن کي یم تنها ماته رایاده شي مور

ها نصیحت هغه خبري په کتاب کي لولم
هغې وې کړي لا پخواماته رایاده شي مور

سید په شعر کي دمورکئ سره خواله وکړله
خکه خو شین شوم له ژړا ماته رایاده شي مور
سیدشاه خروټی-لندن