غزل
په کرکه خېلوکې له مينې ډک ډک زړونه لري
څه بختوردي په تياروکې څراغونه لري
زه به دچا ،چا دزړه ملهم دزړه پټۍ شمه
دلته خو هرسړی بلابلا دردونه لري
زه چې ستايل دمحبت اودجامونو کوم
شېخه په کوم کتاب کې دي چې عذابونه لري
دمحبت کتاب لوستل ورته نورنه دي پکار
داخلک قورمغزي لکه کاڼي غوندې زړونه لري
هغه پخواچې تادګل ګذارپرې هم نه کاوه
هغه تسکين دې شوګېرې کوي غمونه لري
********************************************************************************
۱۳۹۰/۴/۲۹چنګاښ دخوست اوګردېز لويه لاره
15.09.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دکابل کوڅيراپیاد شوي تودي اوښکی پرونۍژړوي می دغه وضع ننۍزمونږکلي جنازوته په ژړا دي وچی نه شوي دلته اوښکی پخوانۍدکابل کوڅي په وینو دی لړلیتښتی خلک له وحشته له مرمۍله شهیدو اوزخمیانو څاڅی وینيغزیدلی دجګړي توره کړۍدسپینږیروڅوخبروته په ځیرشي وایې مه کوي بی ځایه تربګنۍدشیطانو لمسونی کړي ژرلریځان تری ساتي دپردیوله ځیندۍشول دیرش کاله دجګړی له تاوده اورهتری بادیږی لات...
18.09.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر له خوا رڼا کلنۍ مشاعره جوړه شوه
د روان ۱۳۹۰ هجري شمسي کال د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه په کابل کې د میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر لخوا د رڼا کلنۍ مشاعره جوړه شوه چې په دې ناسته کې د هیواد او پلازمینې کابل په سلګونو فرهنګپالو میرمنو ، شاعرانو، لیکوالانو او ژورنالیستانو ګډون کړی و، یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه او پرانیستونکې وینا یې د دې بهیر فعالې غړې ساهرې شریف وکړه ت...