دکابل کوڅي
راپیاد شوي تودي اوښکی پرونۍ
ژړوي می دغه وضع ننۍ
زمونږکلي جنازوته په ژړا دي
وچی نه شوي دلته اوښکی پخوانۍ
دکابل کوڅي په وینو دی لړلی
تښتی خلک له وحشته له مرمۍ
له شهیدو اوزخمیانو څاڅی ویني
غزیدلی دجګړي توره کړۍ
دسپینږیروڅوخبروته په ځیرشي
وایې مه کوي بی ځایه تربګنۍ
دشیطانو لمسونی کړي ژرلری
ځان تری ساتي دپردیوله ځیندۍ
شول دیرش کاله دجګړی له تاوده اوره
تری بادیږی لاتراوسه سری سپرغۍ
داد«بن»کیسه اوږده شوه په جګړوکی
دوم«بن»کی به په چاکیږدی پګړۍ
دکنډرغولی سپیره ده پاتی شوي
نوي نه شوه پرونۍ زړه شړۍ
ادري موډیری شوي په هرښارکی
ژردی ختمه شی دمرګ وغم لړلۍ
14.09.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل له هيلو ډکې مې لېمې وې خو تا ونه ليدې جامو د اوښکو کې ويدې وې خو تا ونه ليدې په هديره د محبت کې مې ځلانده اوښکې په هر مزار بلې ډيوې وې خو تا ونه ليدې په څه هنر مې پکې ځاى و د وفا رنګونه روڼې هندارې مې جذبې وې خو تا ونه ليدې مه يې په عمر راشمېره چې بې له تا تېرې شوې د زنکدن ترخې شېبې وې خو تا ونه ليدې مرګ مې که ستا په مخ تړلې وې درڅې د سترګو خلاصې د زړه مې دروازې وې خو تا ونه ليدې...
18.09.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
په کرکه خېلوکې له مينې ډک ډک زړونه لري
څه بختوردي په تياروکې څراغونه لري
زه به دچا ،چا دزړه ملهم دزړه پټۍ شمه
دلته خو هرسړی بلابلا دردونه لري
زه چې ستايل دمحبت اودجامونو کوم
شېخه په کوم کتاب کې دي چې عذابونه لري
د...