غزل

له هيلو ډکې مې لېمې وې خو تا ونه ليدې
جامو د اوښکو کې ويدې وې خو تا ونه ليدې

په هديره د محبت کې مې ځلانده اوښکې
په هر مزار بلې ډيوې وې خو تا ونه ليدې

په څه هنر مې پکې ځاى و د وفا رنګونه
روڼې هندارې مې جذبې وې خو تا ونه ليدې

مه يې په عمر راشمېره چې بې له تا تېرې شوې
د زنکدن ترخې شېبې وې خو تا ونه ليدې

مرګ مې که ستا په مخ تړلې وې درڅې د سترګو
خلاصې د زړه مې دروازې وې خو تا ونه ليدې

ما وې چې توى به کړم خمار ستا د ځوانۍ په لمبو
ډکې د سترګو مې کاسې وې خو تا ونه ليدې

ډوب شول په اوښکو کې دې کسي لکه شمع چې تلم
په ما هم بلې سرې لمبې وې خو تا ونه ليدې

ستا په لټون چې تپېدې د بې وسۍ په لارو
د "حسن" ستړې تلوسې وې خو تا ونه ليدې