دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر له خوا رڼا کلنۍ مشاعره جوړه شوه

د روان ۱۳۹۰ هجري شمسي کال د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه په کابل کې د میرمن کلتوري - ټولنیز  بهیر لخوا د رڼا کلنۍ مشاعره جوړه شوه چې په دې ناسته کې د هیواد او پلازمینې کابل په سلګونو فرهنګپالو میرمنو ، شاعرانو، لیکوالانو او ژورنالیستانو ګډون کړی و، یاده غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه  او پرانیستونکې وینا یې د دې بهیر فعالې غړې ساهرې شریف وکړه تر دې وروسته طوباندا ساپۍ د میرمن بهیر د فعالیتون په اړه پریزینتیشن وړاندې کړ.

دې غونډې ته د نورو ګڼو فرهنګي ټولنو تر څنګ د قلم د نړیوالې ټولنې پیغام هم را رسیدلی و چې د دې ټولنې د مشر سیدفخرالدین هاشمي لخوا ولوستل شو. د غونډې په بله برخه کې له ولایتونو او پلازمینې څخه ددې بهیر په لسګونو راغلو غړو خپل شعرونه ولوستل چې د ارزونې د هییت لخوا درې غوره شعرونه هم وټاکل شول چې د کال غوره شعرونه د د لیمې نیازۍ، طوباندا او شفییقې خپلواک و چې دې دریو شعرونه ته ددې بهیر لخوا ایوارډونه او جاییزې هم ورکړل شوې. همدارنګه په دې غونډه کې د دې بهیر د ولایتي څانګو رپوټونه هم د اړوندو ولایتونو د ولایتي مسولینو لخوا ولوستل شول. د غونډې په بله برخه کې د کال غوره فرهګیالۍ او نیکمرغه نجیلۍ هم وټاکل شوې چې د غورې فرهنګیالۍ د سرو زرو مډال ګلالۍ عمرخیل ته او د کال دنیکمرغه نجلۍ جایزه نظیفې نیازۍ ته ورکړل شول.

هیره دې نه وي چې د دې مشاعرې بشپړ رپوټ به ډير ژر خپور شي.