د«آرین ویبلاک »نومیالی اوپیژندل شوي اوپه ماګران سایت ټولوچلونکو ته دکوچنی اخترمبارکی وړاندی کوم.
اخترمومبارک شه!
لمړی هیله می ستاسو روغتیااو بیا دافغانستان
ټولوخلکوته سوله ازادی اوسرلوړی غواړم.
اختر
ښه مو مبارک نن وړاخترښه له روزوسره
لمونځ٬اوږده نفلونه دی قبول شی طراوسره
ګوندی دپاک نیت روزه سبب شی ګناه وبښي
پاک الله قبول کړي زمونږه عذرله توبوسره
غواړوموږاخترڅی ټول وګړی مومسکا اوسی
اوښکي دغم وچي زمونږدخلکوله جګړوسره
ګډمودی وطن قبله یوه ده ګد اختر لرو
ټول قومونه یودی خدای حضورته له عذروسره
خوشالی شونډی بریښي سترګی اوړی غږیداکوی
خدای دی کړی راډیري داسي ورځي له میلوسره
وایو مونږهغوته څی اختر یې ځورولی دی
اوښکی به سیلاب شی تاسي ورک کړی له وسلوسره
28.08.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دوستانو، ملګرو، خویندو ، وروڼو، لرو برو پښتنو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته له خپل لوري د اختر مبارکۍ نیکې هیلې او سلامونه وړاندې کوم. هیله من یم چې د روژې مبارکه میاشت مو په خیر سره تیره کړې وي لمونځونه، تراویح او ختمونه مو د الله پاک په دربار کې قبول او منظور شوي وي او د کوچني اختر شپې او ورځې درباندې په خوښۍ تیري شي، دوستانو له دې سره سره چې هره ورځ په هیواد کې د وینو لښتي بهیږي نه پرې څوک په روژه کې زړه سوځوي او نه هم له روژې پرته نه یې څوک په ګرمي کې سیوري ته کوي او نه یې هم...
29.08.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دمبارکۍ پيغام
دنېک مرغه کوچني اختردرارسېدوله امله دلویې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې مشرتابه اوټول غړي دنړۍ ټولومسلمانانوته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه دکوردننه اودباندې ژوندکوي دزړه له کومې مبارکي وايي خالق دې وکړي چې شونډې مودخنداغوټۍ سپړلې وي اوپراننګومودشفق سرخي خوره وي درنوهېوادوالواخترونه په اسلام کې دمسلمانانولپاره ځانګړې ورځې دي چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان دعبادت ترڅنګ ځانګړي سيمه...