دوستانو، ملګرو، خویندو ، وروڼو، لرو برو پښتنو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته له خپل لوري د اختر مبارکۍ نیکې هیلې او سلامونه وړاندې  کوم. هیله من یم چې د روژې مبارکه میاشت مو په خیر سره تیره کړې وي لمونځونه، تراویح او ختمونه مو د الله پاک په دربار کې قبول او منظور شوي وي او د کوچني اختر شپې او ورځې درباندې په خوښۍ تیري شي، دوستانو له دې سره سره چې هره ورځ په هیواد کې د وینو لښتي بهیږي نه پرې څوک په روژه کې زړه سوځوي او نه هم له روژې پرته نه یې څوک په ګرمي کې سیوري ته کوي او نه یې هم په یخني کې ګرم ځای ته، له ټولو خویندو، وروڼو، دیني علماوو، سپین ږیرو او ځوانانو څخه هیله کوم چې په ګران افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د خدای تعالی لوی دربار ته لاسونه لپه کړي، هیله من یم چې  په نورو اخترونو کې مو لاسونه په وینو سره نه بلکه په نکریزو سره وي، خدای دې وکړي چې دا اختر نور د یتم والي، کونډتون، بورې والي، کور ړنګوالي او جګړې وروستی اختر وي او زموږ هیواد د  جګړې له شر څخه د تل لپاره خلاص شي.دوستانو خوار ارین هم په دعاوو کې یاد ساتۍ او له پامه یې مه غورځوۍ په دې څو لنډیو یو ځل بیا ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم، اختر مو مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــبارک شه


»»»»»»

اختر په ټوکو ټوکو راغی

نه مې اوږۍ شته نه د غاړې تاویزونه

خلک اختر ته خوندې بیايي

بې وروره خوندې دیوالو ته ناستې دینه

اختر ته ځکه خوشالیږم

زما د یار وعده اختر ده را به شینه

په پښتنه مینه او درنښت

ورور مو محمدالله ارین احمدزی