غزل

که مقتول دی که قاتل دی هغه زه یم
چي لګیا په دې باطل دی هغه زه یم

دنیاوالو اورلړوني رانه جوړدی
خو بیا هم که څوک غافل دی هغه زه یم

ورور وژني خو په هیڅ مزهب کي نشته
په دې کسب چي قایل دی هغه زه یم

دجنت ټیکیدارانو پریکړه وکړه
ددوزخ که څوک قابل دی هغه زه یم

له الفت نه مي دزړه سمندر ډک دی
پروت چي تږی په ساحل دی هغه زه یم

له قابیل نه دې خبر نه یم سیده
نن سبا که څوک هابیل دی هغه زه یم