غزل

پکتياکې بلاډېرې دي باغچې دګلابونو

اخترته به دروړمه څوغونچې دګلابونو

 ترڅوچې دټوپک شپيلۍ بدمرغه ورکه نشي

ترهغې به سوزيږي ګلدرې دګلابونو

 دازړه به درته اورشي دچنارپه شان به سوزې

که ښخې په وجود دې شوې لمبې دګلابونو

 داځکه چې اشنامې پکې ناسته پاسته کړې

خوشبوځي د دې کلي له چينې دګلابونو

دې کلي ته تسکينه خدای ج عجيب ښايست ورکړی

ترې ډکې دي دالارې داکوڅې دګلابونو