سترګي 

که می سترګي ستاپه خواباندی کږي شوي
مین زړه کې می دسترګو انګازي شوي
یونری غږ می له غوږه تیرو بیر شو
دبرښنا په څیراسمان کې ګونګوسي شوي
خیال دمینی دی په ماباندي غږ وکړ
توري وریځي دسپوږمۍ په مخ رڼي شوي
یونظردی دخیالونو په ما راغی
زمادبڼ دونو وچي پاڼي شني شوي
هیلي سپړی دغوټیو تنکي پاڼی
دموسکا شونډو په څیرپه خنداسري شوي
سرحد نه لری انځوردمینی خیال می
په لیدویې داغیار سترګي ړندي شوي