دمبارکۍ پيغام      

دنېک مرغه کوچني اختردرارسېدوله امله دلویې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې مشرتابه اوټول غړي دنړۍ ټولومسلمانانوته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه دکوردننه اودباندې ژوندکوي دزړه له کومې مبارکي وايي خالق دې وکړي چې شونډې مودخنداغوټۍ سپړلې وي اوپراننګومودشفق سرخي خوره وي درنوهېوادوالواخترونه په اسلام کې دمسلمانانولپاره ځانګړې ورځې دي چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان دعبادت ترڅنګ ځانګړي سيمه ايزدودونه ترسره کوي ريښتيا چې دغه ورځې په اسلام کې دمينې ،ورورولۍاودزړونوديوځای والي لامل کيږي اوټول مسلمانان خپلو وروڼوته يوبل سره دغاړه غړۍ په ورکولوخدای(ج) ته لاسونولپه کوي اومسلمان امت ته دخيراوښېګڼې غوښتنه کوي. زړه ته راتېروهېوادوالودلويې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې د تېريوکال په موده کې دبيان دازادۍ دګټلو،دسولې اوملي يووالي دټينګښت لپاره دژوندپه لويه سحراکې نه ستړې کيدونکې مزلونه کړي دي اوپه دې لاره کې به دتېرپه شان هيڅ کله هم دستړيا احساس ونه کړي اوپه دې سپېڅلې لاره کې به په ټول توان سره پرمخ درومو.                                                                                                        

ددغې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې دښکېلوغاړو غوښتنه کوي چې دنيکمرغه کوچني اختردرارسېدوپه درناوي دوياړونودلوی ټاټوبي څخه دجنګ ټغرټول کړي اوافغان ولس ته ديوه سوکاله ژوند زمينه برابره کړي په پای کې بياهم ټولو هېوادوالوته دنيکمرغه کوچني اخترمبارکي اودلوی خدای (ج) څخه دنړۍ ټولومسلمانانوته دسرلوړۍ غوښتنه کوو.                                                      

په درنښت اومينه

دلویې پکتيا فرهنګي اوخپرندويه ټولنې اداره