غزل

هغه چي ښار پرې ښایسته وو له دې ښاره واووت
ځلانده ستوری د اسمان وو له مداره واووت

ما له مودو ورته نیولې وه یو چا ته لاره
هغه سړی زما په مخکي په دې لاره واووت

اول مئین وو اوس شاعر هم شو ترې لاس ومنځي
سید خو سم د کار سړی وو، اوس له کاره واووت

دجدای خزان مي مړاوي کړل دزړه ګلونه
کنډر کنډر زړه مي د وصل له بهاره واووت

چا چي د زوی دعا کوله خیر یې نه غوښتلو
نافرمان زوی یې په نصیب شو او له پلاره واووت

اول ګوزار یې په سینه بیا یې په زړه راکړلو
درد مي دزړه شو راته پاتي له پرهاره واووت

چا ورنه وپوښتل سیده چي په چا مئین یې
نوم یې دتا په خوله راتلو ځکه له ډاره واووت
سیدشاه خروټی-لندن