سرپاڼه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
د پاکستان په محافظه کاره ټولنې کې د نویو قوانینو له وضع کېدو سره سره د غیرت او ناموس په نوم د زیاتیدونکو وژنو مخه نه ده نیول شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبا ( د جمعې په ور) پنځو اسيايي هيوادونو ته خپل دولس ورځنی سفر پیلوي.
په نیویارک کې د وروستي تروریستي برید نه اوس لویه سیاسي مسله جوړه شوې ده. جمهور رئیس ترمپ وویل چې ژر به د ویزو د لاټرۍ پروګرام لغوه کړي ځکه د نیویارک مشکوک بریدگر په 2010 کې له ازبکستان څخه د لاترۍ په ویزې امریکا ته راغلی و.
په افغانستان کې د اجتماعي عدالت او دیموکراتیکو اصولو په ترلاسه کولو د ودان موسسې د رئیس محمد نصیب سره لنډې خبرې لرو: خپل نظر یا پوښتنه هم همدلته شریکولې شئ. مننه
تاسو د امریکا غږ اشنا تلویزون پښتو خپرونه ګورئ چې پر فیسبوک هم ژوندۍ خپریږي
د اسامه د زوی واده - وېډیو د امریکا د سي ای اې له خوا د القاعدې شبکې د وژل شوي بنسټګر اسامه بن لادن له کمپیوټره ترلاسه شوې وېډیو خپره شوې چې د بن لادن د زوی حمزه بن لادن د واده مراسم پکې ښودل کېږي. سي ای اې وايي د اسامه اړوند کابو نیم میلیون فایلونه یې خپاره کړي دي. وړاندې یوازې د حمزه د ماشومتوب وېډیو خپره شوې وه. دغه وېډیو لرونکی کمپیوټر په ۲۰۱۱ کال د پاکستان ابټ اباد کې د اسامه د اوسېدو پر ځای د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی و.
ملګرو ملتونو، هغه بشري ناورین چې د سوریې دمشق ښار په ختيځو څنډو کې يې نژدې ۴۰۰ زره خلک اغېزمن کړي، د غوسې وړ حالت بللی دی.
په خوست کې ۲۰۰ وړې فابریکې فعاله دي خو نه برېښنا لري او نه کوم صنعتي پارک، په دې رپوټ کې یې پر لامل غږېږو.
د نیویارک د بریدګر د هویت او په امریکا کې د ازبکستاني اتباعو د ژوند او دغې پیښې ته د عکس العمل په اړه د امریکاغږ د ازبکي څانګې د همکارې نوبهار اماموُوا نظر واورئ:
لږ تر لږه ۸ کسان هغه مهال ووژل شول چې، یوه سړي خپل لارۍ ډوله موټر، د نیویارک ښار په منهټن کې، پر لارویانو ور وست. خپله ډرایور بیا وویشتل او ونیول شو. اوس له پولیسو سره دی. پولیسو بریدګر، ۲۹ کلن سیف الله سیپوف بللی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د لګښتونو د څار او تفتیش ځانګړې ادارې (سیګار) ویلي چې په افغانستان کې ۴۱ ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو په کنترول کې دي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه دا خبره نه مني او وایي یوازی ۹ ولسوالۍ د دولت د حاکمیت بهر دي.
سیف الله سیپوف چې د نیویارک مشکوک بریدګر ګڼل کیږي په اصل کې له ازبکستان دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي دي چې سیپوف د لاټرۍ په ویزې امریکا ته راغلی دی.
د نیویارک ښار په منهاتن سیمه کې یو شخص د سه شنبې په ورځ عام خلک په موټر ووهل، اته تنه يي ووژل او یولس نور يي زخمیان کړل. چارواکو دا پیښه ترهگریز برید بللی.
د افغانستان او هند تجارت د افغانستان د صنعت، کانونو او پانګه والو د شورا مشر، عبدالجبار صافی سره مرکه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
«
‹
…
65
66
67
68
69
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more