به شمالي ولایتونو کې ادبي او ټولنیزې هڅې


((بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) غونډه وشوه.

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د كب په دويمه د نوي كال په وياړ (په بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) تر سرليك لاندې يو پرتمينه غونډه وشوه. د غونډې په اوږدو كې د دانش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ كتابونو مرسته وكړه.  غونډه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى او مومند بابا ادبي بهير په هراړخيزو مرستو جوړه شوې وه چې د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ځينې فرهنګيان او فرهنګپال يې په ډاليو ونازول.

24.03.2009 kho

د شمال غوره فرهنګيال د سروزرو په مډال ونازول شو.

له شمال څخه د خپرېدونكو لومړنيو پښتو خپرونو (پرخه او پسرلى) مرستيال مجيب الرحمن لحاظ ته د افغان كلتوري ټولنو لخوا د شمال د غوره فرهنګيال په توګه  دغازي عجب خان اپريدي په نوم د سروزرو مډال وركړل شو. نوموړي ته دغه مډال په مزارشريف  كې د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) سيمينار په ترڅ كې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ كې د غوره فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په وياړ د لا هڅونې په موخه  ډالۍ شو. مجيب الرحمن لحاظ له نن څخه څلور كاله مخكې له لغمان څخه بلخ ته د لوړو زده كړو د

26.10.2008 kho

په بلخ كې،((سپوږميه! كړنګ وهه راخېژه)) مشاعره

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د لړم په دويمه د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) په نوم سيمينار په وياړ سپوږميه كړنګ  وهه راخېژه – مشاعره وشوه چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه په سلګونو شاعرانو د ادب نامتو استادانو او د ادب مينه والو سربېره پكې يو شمېر دولتي چارواكو برخه اخيستې وه. دغه مشاعره چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا جوړه شوې وه، د سمپالښت چارې يې د مومند بابا ادبي بهير ځوانانو سرته رسولې. مشاعره ماښام پيل او تر نيمې شپې پورې

26.10.2008 kho

په بلخ كې،((بخدي د افغاني مدنيت زانګو))- سيمنار

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د لړم په درېيمه ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) په نوم سيمينار چې د هېواد د ځينو نامتو ليكوالو او څيېړونكو سربېره پكې په سلګونو مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه، د شپږ ماديز پرېكړليك په اورولو، پاى ته ورسېد. دغه سيمنار چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا جوړ شوى و، د هېواد بېلا بېلو ولايتونو لسګونو نامتو ليكوالو او څيړونكو، استاد حبيب الله رفېع، استاد محمد اصف صميم، استاد برزين مهر، استاد رسول باوري او ... د بلخ په افغاني

26.10.2008 kho

په بغلان كې د ګډ هرهنګي يون په لور

  د بغلان په پلخمري ولسوالي كې د چونغر ادبي بهير لخوا د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحي جرګې او په مزارشريف كې د وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير په مرسته د ((په پغلان كې د ګډ فرهنګي يون له لور)) تر سرليك لاندې غونډه وشوه. په دغه غونډه كې چې د وږي په ۱۳ مه، د پلخمري ولسوالي په باغ شمال كلي كې ترسره شوه، د بغلان ولايت د يو شمېر مخورو مشرانو، فرهنګي ځوانانو او&nbsp

13.09.2008 kho

په شمالي ولايتونو كې ادبي او ټولنيزې هڅې

  يادونه: دغه ليكنه د ۱۳۸۶ لمريز د ادبياتو په څلورم جشن كې د مجيب الرحمان لحاظ لخوا په ننګرهار كې د جشن ګډونوالو ته اورول شوې ده. په شمالي ولايتونو كې ادبي او ټولنيزې هڅې له ۱۳۸۲ لمريز څخه راپدېخوا په شمالي ولايتونو كې په رسمي بڼه يو شمېر ادبي ټولنې او پښتو خپرونې منځ ته راغلې چې د ادب د لاپياوړتيا لپاره هڅې كوي.د شمال ځوانان وتوانېدل چې پرته له كومو د ياد وړ مرستو ادبي ټولنې جوړې كړي او په لومړي ځل سره ځينې پښتو خپرونې د هېواد له ادبي كاروان سره ملې كړي.

12.08.2008 kho

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more