ژباړې
پوښتنه او ځواب
پوښتنه : هغه مرستيال چې د لومړي وزير سره مخالف و، ولې يې له ګوښه كېدو څخه وروسته خلف الصدق شو او د يو بل لومړي وزير مرستيال چې پوره اطاعت يې كوه، بې برخې پاتې شو؟ځواب : د خلف او خلاف تر منځ تجنيس او لفظي مناسبت موجود دى .پوښتنه : هغه څه دي چې د نېكو خلكو د پاتې كېدو قانون له منځه وړي او د بدو خلكو خوښوي ؟ځواب : شخصي واك .پوښتنه : زموږ سياست ولې چپ او د ملت له نظره پټ دى؟ځواب : دا چې پټ او اريستوكرات روزل شوى دى.پوښتنه : ولې دولت ته د اعتماد د رايې وركړې غونډه تص
څوك دى؟
هغه چې:نه سپك دى او نه دروند.نه بدكار دى او نه نېكو كار.نه سوړ دى او نه ګرم.نه مخكښ دى او نه وروسته پاتې.هغه چې:ساقي دى خو شراب نه څكښي.ليدونكى دى خو بد نه ګوري.خاين نه دى خو وېرېږي.درلودونكى نه دى خو رويه لري.هغه چې:هم لال لاس ته راوړي او هم د يار زړه.هم په مېخ وهل كوي او هم په نال.هم ټيكه دار دى او هم حسابوونكى .هم اديب دى او هم مودب.هغه چې: غل نه دى خو د غله سره د جوال خوله نيسي.ملي نه دى خو بين المللي دى.هغه چې:
د جوهر ارزښت
يو كليوال د غره لمنه كې خپل سمڅې ته ورته كور كې ژوند كوه. د كور د وره تر څنګ يې يو بت پروت و چې ده ته د پام وړ نه و. يوه ورځ، يو ښاري د كليوال د كور تر څنګ تېرېده او په بت يې سترګې ولګېدې. بت ورته ډېر په زړه پورې وبرېښېد، نو د پېرېدلو لپاره يې د كليوال څخه د بت غوښتنه وكړه. كليوال ورته په حيرانتيا وويل چې دا خو بې ارزښته څيز دى، په دې تاسو پيسې وركوئ !؟ ښاري ورته كړه: (( زه يې په بدل كې يو درهم دركوم، دا بت ماته وسپاره. ))كليوال په ډېرې خوښئ يو درهم واخيست
د بيان ازادي
پورتنى سرليك مې وليكه خو مخكې له دې چې په سريزه يې پيل وكړم، يا يې نېغ په نېغه شروع كړم، يو ښاغلي دوست مې په خپل راتګ زما د فكر او تصور مزى پرې كړ.هغه پوښتنه وكړه: (( څه دې ليكل؟)) ومې ويل: د ((بيان ازادي سرليك لاندې مې د څه ليكولو اراده درلوده او زړه مې و چې بيا يې خپرولو ته وسپارم.))وې ويل: (( د بيان ازادي د افراط تر حده رسېدلې او زه ترې ښه خاطره نه لرم. ))غو
خلك له ځانه سره هم نظري كړئ
كه غواړئ چې خلك له ځانه سره هم فكره كړئ نو لاندې ټكي په نظر كې ونيسئ._ تاسو له بحث څخه هېڅ هم لاس ته نه شئ راوړى._ د بل چا نظر ته په درنده سترګه وګورئ او كله يې هم غلط مه ثابتوئ._ خپلې تېروتنې ومنئ._ تل دوستانه لهجه كاروئ._ بل چاته د خبرو كولو ډېر وخت وركړئ._ نورو ته خپل نظر داسې څرګند كړئ چې هغه فكر وكړي،ګواكې دا زما خپل نظر دى._ د بل
مور
دنړۍ دجنت په خوښوونكو ترانو كې هغه راښكون نه شته اونه له رباب څخه وتونكې نغمې هغه خوږوالى لري. د غرييزو ابشارونو اواز دومره خوښوونكى نه دى اونه سمندري بادونو كې هغه نرمي شته. دڅوارلسمې سپوږمۍ ځلا دومره په زړه پورې نه ده اونه دښائسته ګلانو په ښكلاكې دومره زړه راښكون شته .دې مينه ګركي نوم سره دكايناتو ناز او اداګانې نه پرتله كېږي اوټوله جادو يې د مور دسپېڅلې موسكا په وړاندې داسې ده&nbsp
ساينس او شعري ښكلاوې-دويمه برخه
دويمه برخه :ايا د ژوند په موخه د فكر كولو څخه پرته مړه كېدل حيرانېدونكې خبره نه ده. كه دا خيال يې په فكر كې وي نو څوك به په بستره كې د اخوادېخوا اوښتلو پر ځاى پر كايناتو د غور كولو او ځان د هغه يو برخه محسوسولو باندې سوچ نه كوي؟ شاعره كيتلين رين ( kathleen Raine ) په (( كيمبرج )) كې ساينس لوستى و. په ساينس كې د تخصص د درجې لاسته راوړونكې نوموړې مېرمنې پخپل يو نظم كې دردونكى څرنګوالى داسې بيان كړى دى:. . .Then the sky spoke to me in language clear,familiar as
الحق القريب
د رنګ بدلون بايد د جنس بدلون ونه ګڼو. وريجې كه د لغمان وي او كه د بغلان ،پلو وي او كه چلو، په خوند او رنګ كې به توپير ولري خو پدې كې شك نشته چې دواړه وريجې دي.حكومتونه هم په ښكاره ډول په څېره او خبرو كې توپير لري خو د نوعيت له مخې يو دي او پيدايښت يې له يو جوهر څخه دى. د حكومتونو تګلاره د تورو د طرز او سبك له مخې له يو بل سره توپير لري خو په عمل كې ټول چرګان يو ډول پښې لري.كه په خبرو باندې ونه غولېږو او د قال څخه حال ته پام وكړو نو په كړنو كې د ټولو حكومتونو ت
دخبرو په پيل كې ((هو)) لاس ته رواړئ.
دخبرو پيل په داسې موضوع وكړئ چې خلك درسره پرې هم نظره وي او وخت پر وخت د نوموړې موضوع بيا بيا يادونه وكړئ. كه امكان ولري نو ووايئ چې زمونږ موخه يوه ده، خولارې مو سره بېلې دي . پيل داسې وكړئ چې مخامخ كس پرته د((هو))له ويلو بله چاره ونه لري. هڅه وكړئ چې مخامخ كس درته ((نه )) ونه وايي، منفي ځوا ب داسې ستونزه را ولاړوي چې ترې ځان خلاصول ستونزمن تمامېږي. كه دك
دوه ښارونه
زه يوه ورځ ژوند پر خپلو وزرونو كېنولم او د ځوانۍ غره ته يې يوړم. بيا يې ځان ته نږدې وغوښتم او د وروسته كتو اشاره يې راته وكړه. ما چې كله په شا وكتل نو عجيب و غريب ښار مې تر سترګو شو. له هغه ښاره رنګارنګ دود پورته كېده او ورو ورو د هسك په لور روان و. يوې وړې وريځ پرده جوړه كړه او هغه ښار يې زما له سترګو پناه كړ.د لږ وخت چوپتيا څخه وروسته مې ژوند ته وويل: (( ژونده! زه دا څه وينم؟)) ژوند ځواب راكړ: (( دا د ماضي ښار دى. دا ښه وګوره او فكر پرې وكړه.)) ما هغه عجيب و غريب منظر كته.
ماهرانه تېښته
داسې كسان شته، چې د خبرو كولو په مهارت له دروغو څخه ماهرانه تېښته كوي، يعني نه دروغ وايي او نه رښتيا. دا مطلب مې هغه وخت ذهن ته راغى چې يو پوه ملګري مې راته كيسه كوله .يوه ورځ په يوه جريده كې په مستعار نوم يوه ليكنه خپره شوه چې د ډېرو نظرونه ورته واوښتل. يو له ملګرو مې را څخه پوښتنه وكړه: (( پوهېږې دا ليكنه د چا مال دى؟ ))نږدې و ځواب كې ورته ووايم چې نه پوهېږم خو زر په دې ورسېدم چې دا ځواب به يو دروغ وي ځكه زه پوهېدم چې دا ليكنه چا كړې ده. دا چې ن
ژوندپه نوې طريقې سره پيل كړئ!
كه تاسوخپل كور جوړوئ،دژوند دكړنو تګلاره برابروى اويا كوم نوى كار پيل كوئ نو بايد څه وكړئ؟يقيناً تاسوبه له هر څه مخكې دخپل ژوند امكانات ارزيابي كوئ او بيا به يوه نوې تګلاره برابروئ. هغه هم داسې تګلاره چې يوازې دكاغذ پرمخ پاتې نه شي بلكې دحقيقت دنيا كې هم تر سترګوشي او بيا به د ماڼۍ جوړولوڅخه مخكې دهغې تهداب ږدئ.دژوند پروګرام) (program of life تيارول هم همد
ساينس او شعري ښكلاوې
لومړۍ برخه: پېژندنه او ښكلاييزه بې پروايي:موږ مړه كېږو او همدا زموږ خوش قسمتي ده. ډېرى خلك يوازې ددې په خاطر له مرګ سره نه مخ كېږي چې هغوئ له سره پيدا كېږي نه. د داسې خلكو شمېر، كه چېرې پيدا شوي واى نو زما ځاى يې نيولى شواى، د عربي دښتو د زراتو له شمېر څخه هم ډېر دى خو هغوئ د نړۍ پر مخ څرګند نه شول. د منلو وړ خبره ده چې هغه خلك چې هېڅ پيدا شوي نه دي په هغو كې به د (( كيټس )) څخه ستر شاعر او د (( نيوټن )) څخه لوى ساينسدان وو. دغه خبرې په دومره يقين سره ځكه كولى شوو چې زموږ (( ډي، ا