لنډې کیسې
محصله، لنډه کیسه ::: نعمان دوست
محصله کابل پوهنتون د موډ او فېشن د نندارتون بڼه غوره کړې وه ، جوپه – جوپه هلکان او نجونۍ په رنګارنګ لباسونو کې ګرځېدلې ، ځينې خو به داسې وو ، چې تر څو به دې ترې خبره اورېدلې نه وه ، نو د خارجي ګومان پرې کېده . يو ناڅاپه به په کړس – کړس خندا ګانې شوې ، په ملا به مات شول او ځينو بيا لکچر نوټونه مخ ته نيولي وو او ورو- ورو ګامونه يې اخيستل . هرې ونې لاندې څو تنه سره راټول وو ، يو شور جوړ و ،
سترګې ::: لنډه کیسه
سترګې بس ته له ختو سره سم مې د پای په سيټ کې ناستې د تورې بورکې لرو نکې جينۍ په دوو سترګو چې له ښکلا او خماره ډکې خند نۍ ځلېدې نظر شو. زما فکر يې ټول د ځا ن لور ته وګرزاوه. زړ ه مې غوښتل چې همدلته ولاړ اوسم او د هغې د سترګو په طبعي مسکا کې د خپل تږي زړ ه تند ه ماته کړ م. ما لا هسې کتلو چې د شا لخو ا کلينر رابا ندې ږغ کړ ه : ځوانه هغه وړاندې سيټ خالي دى. له دې سره سم ټولو سورليو وخندل. کله چې متوجه شوم او ومې کتل د ټول