بېلا بېل


افغانستان اودسیاسي اکثریت تشه

   سیاسي اکثریتونه یا قومی ـ ژبني ـ مذهبي   وي  یا فکري ( ګوندي  ) او یاهم اقتصادي . کېدای شي نورډولونه هم ولري ، خو هغه ډولونه یې په دې لیکنه کې ډیر دپام وړنه دي ، بلکې دالیکنه غواړي دافغانستان له یوې داسې نیمګړتیا څخه پرده واړوي ، چې دراون کړکېچ یوه لویه برخه ریښې په کې خښې دي ، دانیمګړتیا په افغانستان کې دسیاسي ارادې دګډې کارونې لپاره دیوه اکثریت تشه ده . په افغانستان کې ولې سیاسي اکثریت نه شته ؟

09.02.2013 wadan

دکارپوهانو کومیډي

      په کابل کې چې له کوم پخواني دوکاندار سره دنرخ په اړه چنې ووهې ، دبېلګې په توګه ورته ووایې چې دسلو افغانیو څیز په اتیاروپۍ درکړي ، نو درته وايي :  صاحبه  ! هیڅ پیسې مه راکوه ،پروانه لري ، له سره دې ځار ... په دې وخت کې نو ته حیران شې ، چې اوس به نو څه ورته وايې ؟ دا په حقیقت کې دمارکیت دزړې ارواپوهنې یو تکتیک دی ، چې دوکاندار دې ننګوي او دې ته دې چمتو کوي ، چې  سل روپۍ ورکړې او لانجه رالنډه کړې.

05.01.2013 wadan

وروستی فيلسوف

د ۲۰۰۹کال د جولای اتم ماښام :  ستړی ستومانه، دهوټل ۴۱۳نومره کوټې ته ننوتم، له دوبۍ څخه د جاپان تر ساپورو ښ

10.01.2010 wadan

ســـــــــــــــــــــــــــودا

  په امريکه کې هرپوهنتون خپله يوه ځا نګړې نښه لري دبيلګې په توګه دارېزونا دپوهنتون نښه وحشي پيشو وه چې د پېژندنې پر کارت به د خوارکوټي محصل دعکس تر څنګ دپيشو يو غټ سر هم رسم شوی و ، په اوله کې چې ما پر خپل کارت  پيشو  وليده نو خدای ج شته ښه قار راغلی و خو وروسته پو ه شوم چې دا څه بلا ده٠ خو دلته دمريلند  دپوهنتون نښه بيا کيشپ ده چې کابليان يې سنګپشت بولي٠ بس هرچېرته چې ګورې دې چښتن مړي سر نيغ نيولی وي ان چې دپوهنتون اخبار هم Diamond Back يانې الماس ډډی نوميږي.

17.08.2008 wadan

سپينه ماڼۍ او ملك اتا

يو ځل بيا چې په واشنګټن ښار كې داساسي قانون له واټه تيريدم او د سپينې ماڼۍ د  وره له مخې مې هغه كوډلۍ وليده نو زموږ د كلي ملك اتا او دتازګي خبره راپه ياد شول . دلته سپينې ماڼۍ ته څېرمه يو په عمر پوخ سړي يوه غټه چترۍ لكه كيږدۍدرولې او له كلونو كلونو راهيسې شپه اوورځ همدلته پروت وي ،دسړي ببره ږيره ده او دلته يې ددېره توب بانه له سپينې ماڼۍ سره ډغرې وهل دي. ده د خپلې كوډلې په شاوخوا ګڼ كاغذونه او شعارونه لګولي چې پرې ليكل شوي :جګړه نوره بس ده !       &nbs

17.08.2008 wadan

ميمنه (كيسه ګۍ)

د يكشنبې په سهار، پتريشيا راته زنګ وواهه او ويې ويل چې غواړي (توبك) ته لاړه شي او له ما يې هم غوښتنه وكړه، چې ورسره لاړ شم. د غرمې يوولس بجې مو سره وعده شوه، زه پاڅېدم چې ځان چمتو كړم.توبك د امريكا د اريزونا ايالت د دويم لوى ښار (توسن) سهيل ته يوه وړه ابادي ده، چې د مكسيكو پولې ته نژدې پرته ده. د توسن يوشمېر اوسېدونكي د تفرېح لپاره ورځي. هلته يو كوچنى توريستي بازار، يوه زړه كليسا او د اسونو د سورلۍ لپاره چمنونه او لارې شته، خو ډېر خلك د اتلسمې پېړۍ تر ټولو زړې مسيحي كليسا ليدو ته ورځي

06.08.2008 wadan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more