ډاکتر احمدزی
ډاکټر شریف احمد حبيب احمدزی د نظرمحمد زوی چې د پکتیا ولایت د ګرديز د میلن د سيمې په حبيب کلي کې يې دنيا ته سترګې غړولې، لومړنۍ زده کړې يې په خپل پلرني کلي د خواجه علي په لومړني ښوونځي کې پیل او منځنۍ او عالي زده کړې يې د ګرديز د عبدالحۍ په عالي ليسه کې پای ته رسولې ، په ۱۳۸۰ هجري لمریز کال کې يې د ننګرهار پوهنتون د طب په پوهنخي کې په زده کړو پيل وکړ او په ۱۳۸۷ کې يې زده کړې په دې پوهنځي کې د ايم ډي ديپلوم په لاس ته راوړلو پای ته ورسولې. په ۱۳۹۴ کې يې د سارک هیوادونو د ادارې په مرسته د وګړو او پرمختيا لپاره د همکارۍ د ادارې څخه د هند د روغتيا او کورنۍ هوساینې په انسټیټیوټ (NIHFW) کې د عامې روغتيا په مدیریت کې د یو کلن تخصصي پروګرام یو بورس تر لاسه او په ۱۳۹۵ کې يې په بریاليتوب سره پای ته ورساوه. او اوس د هند د مولانا ازاد پوهنتون کې د عامې روغتیا په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
ډاکتر شریف احمد د فراغت نه وروسته خپلو خلکو ته د خدمت مټې را بډوهلې او د روغتيايي سيستم د ارزونې په پروژه کې د جانزهاپکنز د پوهنتون د کابل څانګې سره په پکتیا کې د سروې د نظارت او څارنې د سیمه ايز مسول په حيث کار پیل کړ ورپسې په دې ولایت کې افغانستان د روزنيز او پرمختيايي نادولتي موسسې سره په پکتیا کې د يوې تحقيقي پروژې د مسول دنده پر مخ بوتله او په ۱۳۸۸ کې د ګلوبل فنډ د نړیوالې نادولتي موسسې سره د جنوب ختیځ زون د مسول په دنده وګارل شو چې دې دنده کې يې لا کال نه وو پوره شوی چې د عامې روغتیا په وزارت کې د ټولنې پر کچې د روغتیايي پاملرنو په څانګه کې د روغتیايي علومو د ادارې له خوا د روزنې او نظارت د مسول په توګه وګمارل شو، د یونيم کال دندې سرته رسولو وروسته د وزارت په همدې څانګه کې د جان هاپکنز پوهنتون له خوا د ټولنې په کچې د یوې تحقیقي پروژې مسول وټاکل شو او په ۱۳۹۱ کې په یاده څانګه کې د روغتیايي علومو د ادارې له خوا د تخنیکي سلاکار په حیث وګارل شو چې تر ۱۳۹۴ کال د وږي تر میاشتې هلته په پوره اماندارۍ او صداقت سره خپله دنده پر مخ یوړه.
ډاکټر شريف احمد په دې لږ وخت کې په ډیرو کورنيو او بهرنيو روزنيزو پروګرامونو کې برخه واخيسته. ده ډیر چاپ او ناچاپ لیکنې لري چې د عامې روغتیا په وزارت کې يې تر لسو ډیر تخنیکي او اداري لارښودونه او درسي کتابونه ليکلي او تر چاپ راوتي دي او بیلابيلو مجلو ته يې د روغتیا په اړه په لس ګونو مقالې ليکلې او خپرې شوې دي. او د دې سربیره دی روغتیا په نوم بلاګ په وورډپريس کې هم چلوي چې د روغتیا اړوند معلومات په پښتو ، دري او انګليسي ژبو خپروي.
عامه روغتيا
ټيسټ
دا پوسټ یوازې ټیسټ دی