محمد تنها

Profile Photo

محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅي کې د فزيك په څانګه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده.
نوموړی د غزني ولايت د اندړو د ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترګی غړولي دی.

زده کړې

لمړنی او ديني زده كړي یې له خپل ګران پلار څخه زده كړي او په يوولس كلني کې دسويي د آزمویني په تيرولو سره اووم ټولكي ته تللی ، مانا داچې زده كړي یې په ښونځي كې له اووم ټولګي څخه پيل كړي دي، په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخاني ميني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كي یې د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنڅئ كې د فزيك په ځآنګه كې زده کړي پیل کړي. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدي پوهنځئ د فزيك له څآنګي څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څآنګه كي داستاد په بڼه په خپله دنده پيل كړي او تر اوسه هم په همدې دنده پاتي شوی. نوموړي دخپلي دندي په موده كي د نړيوالي اتومي انرژي ادارې په بیلابیلو نړیوالو فيلوشيپونو کې ګډون کړی. استاد د اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په ګده د كابل پوهنتون لپاره دهستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوي دي.د استاد تنها اندړ ګڼ شمیر مقالې په ځينو ملی او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي.استاد په ډیرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې ګډون کړی او په ځیینو هغو کي یې بشپړه ونډه اخیستي ده.ټولي لیکني یې د ده په مورنی ژبه پښتو باندي دي. په پښتو دري او انګريزي باندې رواني خبري او لكني كولاي شی او په عربي، آلمانی او ارودو ژبو پوهيږی خو لیکني نشی پرې کولای. استاد دامحال په کابل پوهنتون کې د هستوی فزیک استاد دیږ

څېړنیزې مقالې


آیا د ګرځنده ټلیفون وړانګې مو بدن ته زیان لري ؟

نن سبا له شتمنه تر غریبه، له کلیواله تر ښاري او له ولسمشره تر عادي وګړي ټول د ساینس پر مټ له را مینځ ته شویو آسانتیاوو‌څخه په یو ډول نه یو ډول ګټه اخلي، هغه چې د ساینس په ارزښت پوهیږي هڅه کوي چې د ساینس او ټکنالوژي له پرمختګ سره ځان عیار کړي او یا هم لږ ترلږه دا ومني چې اوس ټکنالوژي په ژوندانه کې یو انتخاب نه بلکې یو ضرورت دی،‌ او د هغو چې سر نه پرې خلاصیږي نو بیا یې ضرورت نه بلکې انتخاب بولي.‌د ټکنالوژی کارول خپل ځانګړي اصول لري چې که چیرې دا اصول په پام کې ونه ن

16.08.2013 محمد رحمت الله تنها

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more