خلیل جبــــــــــــران
ښځه او ژوند/جبران
ښځه او ژوند/جبران خلیل :ژ/انعام الله ګوهر
جبران اوګوهر
جبران او ګوهر جبران په ۱۸۸۳ زېږديز کال د لبنان د شمال د البشره په نوم يوه غرنۍ سيمه کې دنيا ته راغلی، ژوند يې په کړاونو کې تېر شوی، نوموړي ۴۸ کاله ژوند کړی، په امريکا کې يې دنيا ترک کړې او په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته سپارل شوی. نوموړي په عربي او نګليسي ژبه شپاړلس کتابونه ليکلي، چې د مهمو نومونه يې په دې ډول دي؛ پيغمبر، موسيق
لیک/ جبران خلیل جبران
لیکختیځ لور ته له شنو جزیرو د راګرځېدلي ستر سمندر په ژورو کې چې هر وخت له ملغلرو او ګوهرو ډک وي،د یوه ځوان مړ جسد پروت ؤ. په خوا کې ورسره سمندري ښاپېرۍ ناستې وې،خپلې ښایسته شنې سترګې یې د ځوان په مړه جسد کې خښې کړې وې او په خپلو کې یې له موسیقیته په ډک غږ کې خبرې کولې.د دوی خبرې سمندر واورېدې...سمندر خپلو څپو ته وسپارلې....څپو پخپلو اوږو تر سا
دوه نظمونه /جبران خلیل
دوه نظمونه پېړۍ وړاندې د (ایتنز) په لوی سړک دوه شاعران له یو بل سره مخ شول.دواړه د یو بل په لیدو ډېر خوشاله شول.له روغبړ وروسته ،یوه شاعر بل ته وویل : ((شاعري څنګه روانه ده ؟ په دې ورځو کې دې کوم نوی نظم نه دی لیکلی !؟).دې بل شاعر ډېر په فخر ځواب ورکړ (( یره خو ما یو تازه یو نظم لیکلی.... ! زه یقین لرم دا به د یوناني ژبې له شهکارو نظ
پښېماني//خلیل جبران
پښېماني په اسمان کې سپوږمۍ نه وه ،ټولې دنیا د شپې تک تور څادر اغوستی ؤ.یو سړی د خپل ګاونډي باغ ته ورواوښت او تر ټولو لویه خربوزه یې راوتښتوله.کور ته چې راغی،ویې لیدل چې خربوه لا تر اوسه اومه ده.بیا یوه معجزه پېښه شوه !!د دې سړي ضمیر راویښ شو....ده ته ځان ډېر ملامت ښکاره شو او د خربوزې په غلا ډېر پښېمانه ؤ .
سیوری//خلیل جبران
سیورید جون په میاشت کې یوه ورځ وښو(Grass) د یوې دنګې ونې سیوري ته وویل : ((ته هر وخت ښي او کیڼ لورې ته ښورې او زما مزاحمت کوې !ستا دا حرکت زما ارام ته ډېره صدمه رسوي .....))سیوري ځواب ورکړ :(( دا زه نه یم !! زه نه یم ....!! ته لږ پورته د اسمان لورې ته وګوره...دلته یوه ونه ده چې د باد بهیر یې ، د اسمان او لمر تر منځ، ختیځ او لوېدځ لوري ته خوځوي.
سپینه پاڼه//خلیل جبران
سپینه پاڼه د واورې په څېر یوې سپنې پاڼې له ځانه سره ویل :(( زه خدای پاک سپڅلې پیدا کړې یم او ټول عمر به همداسې صافه او سپینه اوسم !زه به د اور په لمبو کې سوزلو ته ترجیح ورکړم او دا به خوښ کړم چې وجود مې په ایرو بدل شي، خو هیڅکله به پرې نږدم چې د تیارې تور وجود ما لمس کړي او یا هم کومه چټلي زما سپين بدن ته رانزدې شي ! )).هلته په خوا کې د سیاهي (Ink) بوتل
خوب//خلـــــــــــــیل جبران
خوبیوه سړي خوب ولید. کله چې راپاڅېد نو د خپل خوب د تعبیر لپاره یوه نجومي ته ورغی.نجومي ته یې چې خوب بیان کړ،هغه ځواب ورکړ..(( ماته یوازې هغه خوبونه راوړه چې ته یې په ویښه وینې،زه به یې تعبیر در ښیم...خو هغه خوبونه چې ته یې د خوپ په حالت کې وینې،نه خو زما له پوهې سره کوم تړاؤ او نه هم ستا له تخیل سره ...!)).ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښېرا//جبران خلیل جبران
ښېرایو وخت راته یوه سپین ږیري ماڼو (کشتۍ وان) کیسه کوله :((هغه وخت چې زه د دېرشو کلونو وم ، لور مې له یوه ځوان کښتۍ وان سره وتښتېده.زه ډېر ازار شوم او دوی دواړو ته مې په زړه کې د زړه له درده ښېرا وکړه.ما مې له خپلې لور سره له دې ټولې نړۍ زیاته مینه لرله !ډېر وخت پس خبر شوم چې د هغه ځوان کښتۍ ډوبه شوې، د سمندر بېخ ته رسېدلې او ځوان هم په
جسم او روح//خلیل جبران
جسم او روحیو سړی او ښځه په کړکۍ چې د باغ خوا ته پرانیستل شوې وه،ناست وو.دوی دواړه یو بل ته دومره نژدې وو چې وجودونه یې یو له بل سره لګېدل.ښځې وویل (( زه له تا سره مینه لرم ! ته ښایسته او شتمن یې ! او همدا راز ته هروخت په ښایسته او پاک لباس کې ګرځې چې زما ډېر خوښیږي )).سړي ورته وویل (( زه هم له تا سره مینه لرم ! ته یو ښایسته خیال ته ورته ی
د مینې نغمه //خلیل جبران
د مینې نغمه لیک : جبران خلیل جبران ژباړه : انعام الله ګوهر
خوب او حقیقت//خلیل جبران
خوب او حقیقت خلیل جبران ژباړه : انعام الله ګوهر په هغه کلي کې چې زه اوسېدم ،یوې ښځې د خپلې لور سره ژوند کاوه.د دوی دواړو عادت وو، د شپې به په خوب کې ګرځېدلې او خبرې به یې کول