مجيب احساس
نوم مې مجيب الرحمن دي احساس تخلص کوم په ١٣٦٧ هجري لمريزکال دوردګوولايت په چک ولسوالۍ کې زيږدلى يم لمړنۍ زده کړې مې دکلي له امامه پيل کړې اوپه شپږکلنۍ کې مې خپل کلي ته څيرمه په يوه ښونځي کې زده کړې پيل کړې له شپږم ټولګي ورسته دحضرت عمرفاروق عالي لسې ته ولاړم اوتردولسم ټولګي مې همالته زده کړې کړې . په ١٣٥٨ کال دننګرهارپوهنتون دژبواودبياتوپوهنځي ته بريالى شوم اوپه ١٣٩٠ کال مې داپوهنځى پاي ته ورساوه . دادب سره مې مينه له پخوانه وه په خپله سيمه کې مې په ادبي هڅوکې ونډه درلوده همالته دچک ادبي بهيرمرستيال وم ددې ترڅنګ دوردګوپه علمي اوفرهنګي مرکزکې دفرهنګي څانګې غړي وم . دژورناليزم سره مې همالته ملتياپيل کړه په ١٣٨٣ کې مې دملي هدف اونيزې سره درپورټرپه حيث دنده درلوده په ملي راډيوکې مې دويندويۍ په برخه کې همکاري درلوده . له هغه ورسته پوهنتون ته راغلم اوپه ننګرهارکې مې
له سيميزورسنيوسره همکاري پيل کړه . په دې لاره اوس هم مزل کوم اوهمدا اوس په ننګرهارکې ديوې سيميزې راډيوسره دنده لرم . دژورناليزم ترڅنګ ليکوالي هم کوم ،کله کله شعرهم ليکم دژباړې په برخه کې مې يوناول د( لټون ) په نامه چاپ شوي دي دلنډوکيسومې يوه ټولګه چاپ ته چمتوته اودشعرونودوه ټولګې مې هم چاپ ته چمتودي . دادب دلارې مينوال يم اوغواړم دادب ترڅنګ دژورناليزم لاره ترپايه وپايم .
مجيب الرحمن احساس
ژباړې
ملامتيا
ملامتيا هندي فلکوريکه کيسه په يوه لرې پراته کلي کې يوسپين ږيرى سړى اوسېده هغه به هره ورځ له يوې چينې چې دده له کوره کابوڅوميله لرې وه اوبه راوړلې . کليوال داوبودراوړلولپاره ديونيم مترپه اندازه يولرګى جوړکړي وو دلرګي په دواړوسرونوکې يې دلوښولپاره مزې تړ
نيکمرغه شهزاده
دهندي ادبياتو يوه فلکوريکه کېسه مجيب ((احساس)) ژباړن : نېکمرغه شهزاده دنېکمرغه شهزاده مجمسه دښارپه يوه لوړه برخه کې جوړه شوې وه چې دتکوسروغميو څخه جوړوسترګويې له لرې دليدونکو پام ځانته وراړوه .خلکودنېکمرغه شهزاده مجسمه ډېره ستايله اودښارټولو اوسېدونکو ورته ځانګړى ارادت درلوده .دښارستړي خلک به چې کله دنېکمرغه شهزاده مجسمې سره نژدې تېرېدل نوپه زړونو کې به يې دخوښۍ ليکې تې