دخندا ډكه خوله


دښار څخه دكور په لور

یو سړی د ښارڅخه د خپل کور په لور ستړی ستومانه راغی او ګرمی هم دشپی ناوخته اوټول ماشومان هم په خوب اوده وه کټ کی څیملاسته او دشپی یوه بجه وه چی په خوب کی په لوټ اوخوت چی دکټ څخه لاندی دی راښکته ولویده او ښځی پری ژغ وروکه يا سړه څه دی او هغه د ډارڅخه ورته اوویل چی کمیس می لاندی ولویده اوښځی ورته اوویل چی درب یی څنګه ورکړه اوهغه سړی ورته اوویل چی زه یی هم دکمیس په منځ کی ووم.

23.03.2011 ځوانzawan

دعربي او پنجابي جګړه

وايي د يو پنجابي او عربي جګړه وه عربي ورته په عربئ کې کنځل کول او پنجابي ورته په پنجابئ کې کنځل کول. هلته يو پښتون ولاړ وو هغه په پنجابي باندي غږوكړ . ويل د بي عقل زويه هغه درته تلاوت کوي او ته ورته کنځل کوي. 

09.03.2011 ځوانzawan

همدا شاګرد او همدا استاد

وايي چې د کابل پوهنتون کالنۍ ازموينه روانه وه. د اقتصاد پوهنځي يو محصل د ازموينې په پاڼه کې د پلار نوم ((قدوس)) ليکلی وو. مميز استاد د ازموينې په ډګر کې ښکته پورته ګرځېده؛ د محصل د پلار په نامه يې سترګې ولګېدې. ورته ويې ويل چې هلکه د پلار نوم دې پوره وليکه. محصل ورته وويل چې بس همدغه يې نوم دی. استاد ورته وويل چې دا نوم راته پوره نه ښکاري؛ پوره نوم يې کېدی شي عبدالقدوس وي يا محمد قدوس وي او يا هم سيد قدوس! محصل ورته وويل چې استاده خبره مو بېخي سمه ده خو دا چې ډېر ځنې خفه يم نو زړه مې نه غواړي

28.02.2011 ځوانzawan

یو شاګرد نه استاذ پوښتنه وکړه

(د یو شاګرد نه استاذ پوښتنه وکړه چی ولی صنف ته ناوخته      راغلی؟ شاګرد وویل: استاذه د مور او پلار می جنګ وو او په بوټو  یی یو بل سره ویشتلاستاذ وویل: نو تا څه کولشاګردوویل: استاذه ما ورپسی بوټان راټلول

28.02.2011 ځوانzawan

څلورشپيته غاښونه

د دووکسانوترمنځ پريوه موضوع دنظراختلاف رامنځته سو . پدې دووکسوکي يوکس په بدن ښه غټ اوتکړه ،خومنطق يې بياخوراخواراودلاېل يې پڅ وه . نويې ځکه ډېرژرخبرواترو ته دپای ټکی کښېښوداوخپل مقابل لوري ته يې وويل : خوله دي وتړه ! په بل صورت کي به په يوه سوک ٦٤ سره غاښونه درڅخه راوباسم . دريم ګړي کس پرراږغ کړل : ويل زوره وره د انسان ټوله غاښونه ٣٢ وي . سړي ورته وويل زه پوهېدم چي ته ترخپل ټغرپښه رااوږدوې اوزموږ په منځ کي خبره کوې . نوماستاغاښونه هم ورسره وشمېرل . محمد جاويد كمال

29.01.2011 ځوانzawan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more