پښتون انجینیر
له کینې، بغض او تعصب پرته ژوند مې د ښو اخلاقو بنسټ بللۍ دۍ، له همدې امله زما د دوستانو دایره نه یوازې په خپل هیواد کې د ننه بلکه دباندې هم غزیدلې ده.
بلې! د ژبې خدمت مې ددې په خاطر دۍ چې د ډیرۍ ناتوانه وروڼو ته چې د پردی ژبې په زده کولو کې ستونزې لري، او خپل استعداد او لیاقت یې خاورې کیږي، علم د دوی په مورنۍ ژبه ور ورسوم، او له خدای ج څخه پرې د اجر غوښتونکی یم.
د یو موټي او ودان افغانستان په هیله
پښتون انجینر
ســټاټــیکــس پــه پښـــتو ژبــه
د سټاټیکس کتاب او د سوالو بشپړ حل - چاپ کال 2010
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة، درنو لوستونکو، یو شمیر مینوالو د سټاټیکس په برخه کې د ځنو معلوماتي کتابونو او یا هم نوټونو غوښتنه کړیده چې دادی له نیکه مرغه د دوی لپاره مو ډیر ښه، تازه او له معلوماتو ډک کتابونه چې هم د محصل او هم د استاد لپاره مناسب دی را پیدا کړ او ستاسو سره ېې لدې لارې شریکوو. ۱- د سټاټیکس تدریسي کتاب دلته ښکته کړئ، (لینکونه د ځنو تخنیکي ستونزو له کبله مات شویدي) ۲-
د سټاتیک د سوالونو حل
درنو هیوادوالو، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة د پښتو انجینرۍ بلاګ په مرسته به انشاالله ستاسو هیوادوالو لپاره د انجینرۍ د یو مهم مضمون د سوالونو بشپړ حل په څو برخو کې برابر کړم. ستاسو درنو هیوادوالو څخه په ځانګړې توګه هغه څوک چې پدې برخه کې بوخت دي او یا کار کوي، هیله کوم چې زما د کار په اړه څومره چې زر کولای شئ زموږ سره اړیکه ونیسئ تر څو زما د کار په پاتې برخو کې ستاسو نیوکې او وړاندیزونو ته په کتو سره هغه ستاسو په خوښه برابر کړی شم. ډیره مننه د سټاټیک