افغانسافټ پښتو سيسټم
يو شرکت يوازې ٤٩٩ ټليفونونه جوړ کړي دي
د رايورز د خبر پر اساس دغه ښايسته او ښکلي ټيليفونونه يوازې ٤٩٩ دانې جوړ سوي دي او ويل کېږي چې و بازار ته د وړاندې کولو پوره خبر دلته ولولئ
٦٤ بيټه ويسټا يا ٧ وينډوز مو په خپله پښتو کړئ!
که ٦٤ بيټه ويـسټا يا هم ٧ وينډوز چلوى د پښتو کولو لپاره يې له همدې بلاګ څخه پښتو کښته او ځاى پر ځاى کړئ، ورپسې له لاندني پيوند څخه د ٦٤ بيټه سيسټم لپاره ټاکل شوى فايل کمپيوټر ته کښته او د کمپيوټر په C:\Windows\System32 کې يې خوندي او يا يې هم يادي شوې سيمې ته کاپي کړئ کمپيوټر مو له سره روښان کړئ.
غواړئ کمپيوټر مو پښتو وليکي؟
د افغانسافټ له خپروونو څخه هغه کمپيوټرونه چې پښتو نه ليکي يا هم پښتو ليکنه نه ښيي پر نه څه حساب دي، راځئ چې خپل کمپيوټرونه پرته له کومې ستونزې يوازې د موږک په څو واره کليکولو سره په پښتو ليکلو اړباسو، په همدې موخه افغانسافټ تاسو ته د ١٥٣ پښتو فانټونو بنډل وړاندې کوي چې يوازې يې دلاندنيو لارښوونو په پوره غور څارلو سره د کار وړ ګرځولاى شئ: