طنزونه
كله خو بہ پہ لاس راشي کنہ:اجمل خان آفريدے
كله خو بہ پہ لاس راشي کنہ کراچئ کښې مې د بېروزګارئ بالښت تہ ډډہ وھلې وہ، اخبار تہ مې مخ نيولے وو، او د......... ضرورت ھے.... کالم مې را پہ مخہ کړے وو خو د ځان جوګہ کار مې پکښې بيا نہ موند......آخير مې داشتھارونو يوہ بلہ صفحہ راواخستہ پہ يو خبر مې نظر ور ښخ شو ....ليکلي ئ وو چې ... د پښتو شعراء ادبي ټولنې انتخابات پہ فلانکي تاريخ اوشو .... د ټولنې صدر رضا خان ناتار ، جنرل سکتر عزيزالرحمان عزيز اوټاکلے شو، (تش) دفتر
خور که ورور؟ : محمدرفيق عزت
ورورکه خور؟دموټر پر بامو سپينی پرښی دتيری يخي شپي کيسه کوله .کبابيانو دکباب په ګرم بوی زموږ دماغونه تخنول او نرمو هندي سازونو خلک خيالی دنيا ته له ځان سره کشول.ايوب راته ويلی وو: چي په کابل کی هوټليان دهوټلونو له مخی ولاړ دي خلک په زور هوټل ته د ډوډې له پاره کشوي او ښه ډيرې روپۍ هم ورنه اخلي . خو له ځان سره مي وويل زه بايد لومړی د پل خشتي جومات پيدا کړم بيا به خداي ټول کارونه اسانه کړي ځکه دامي لمړی ځل وو چي کابل ته راغلی وم او ګل خان راته