samim samim

Profile Photo

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.

په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.

1- د ژباړې فن

2- قرآن او تخنيک (ژباړه)

3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.

چاپ ته چمتو اثار:

1- ذهني پياوړتيا

2- ماشوم روزنه

اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.

د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai

پښتو پښويه (ګرامر)


دپښتوژبې لنډګرامر

دپښتوژبې لنډګرامر د ويکيپېډيا لخوا ګرامر (Grammar) : دهغو قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په ژبې کې دصحیح لیکلو او لوستلو له پاره باید مراعت شي .هره ژبه ځان ته خاص سیستم اوقواعد لري که چیرې د جملو په جوړولو کې دژبې قواعداوسیستم په نظرګې ؤنه نیول شي نو کومې جملې چې دلیک له پاره جوړیږي هغه به بې معنا او بې مفهومه وي. ژبه او لیک (Languag

17.05.2012 samim

په پښتو کې د (ى) ګانو سمه کارونه

په پښتو کې د (ى) ګانو سمه کارونه له پښتو ويکي پيډيا څخه په مننې

17.05.2012 samim

نحوي برخه

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار - نحوه(syntax) له اَره د فقرو او جملو( غونډو او غونډلو) له جوړښت او اوډون(ترتيب) څخه غږېږي، له همدې کبله ورته په نوې پښتو نومونپوهنه (ترمينالوجۍ) کې جمله پوهه يا غونډله پوهه وايي. 2- پښتو غونډله(جمله(sentence) له دوو غونډو(فقروphrases) څخه جوړېږي: مبتدا(subject or nominal phrase)اوخبر(object or verbal phrase). په مبتدا کې فاعل يايې ځايناستی( نايب فاعل) راځي او په خبرکې مفعول او فعل، لکه:

24.01.2010 samim

ګړپوهيزه)صرفي(morphological برخه

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار ګړپوهه يا صرف(morphology) د نومونو او فعلونو له اوړون(ګردان) سره تړاو لري. له دې پلوه د يوې يوازېنۍ کره يا معياري پښتو پر وړاندې ګړنۍ يا ګړدودي پښتو بې کچه توپيرونه لري او په دې توګه ډېرليکوال، او رسنوال (ژورنالېستان)، په تېره خبريالان او وياندان له بېلابېلو ګړدودي وارينټونو سره خورا زياته ژبنۍ ګډوډي(انارشي) رامنځته کوي. 1 ـ نوم اوړون يااسمي ګردان(nominal flection) 1) نومونه څلور ډوله يا

24.01.2010 samim

يوځای ليکل او جلا ليکل

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار د ژبپوهنيزې قاعدې له مخې ټول ژبني توکي يا واحدونه سره بېل بېل ليکل، په بله وينا، د اړوند ليک سېستم له شونتيا سره سم، تر وسې وسې جوليز يووالی(لفظي وحدت) له مانيز يووالی(معنايي وحدت) سره غاړه غړۍ کول په کار دي. که هغه ازاد وييکي(پارتيکلونه particles) وي، لکه: سربلونه+ وستربلونهprepositions+pospositions) ): (په، پر، تر، د، له، سره، کې، پورې، ته...) يا اړيکوييکي يا ارتبا

24.01.2010 samim

پښويه(ګرامر Grammar)

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار پښويه ديوې ژبې له بېلابېلوګړدودو يالهجو(dialects) څخه د را اېستلو يا استخراج کړو اصولو او قاعدو يوه يوازېنۍ ټولګه ده چې د ژبپوهانو له خوا د ژبپوهنې په رڼا کې کښل کېږي. يو داسې ګرامر، لکه يو دېموکراتيک اساسي قانون له اړوندو ويونکيو څخه رامنځته کېږي، خو تطبيق يې په هغو نه، بلکې په هماغو کښونکو (ژبپوهانو) او ښوونکو اړه لري چې پرخپلو يې د يوې- يوازېنۍ کره ليکلارې د راخپل

24.01.2010 samim

ژبه

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار    ژبه د يو لړ تړوني غږيزو او اوريزو پيلامو( قراردادي صوتي او سمعي علايمو، نه سېمبولونو) سېستم دی چې وګړي يې تر پېنځه- شپږکلنۍ په ټولنه (کورني او اړوند چاپېريال) کې زده کوي او بيا يې د خپلمنځي پوهاوي لپاره د خپلو ويندو غړيو(ژبې، ژبۍ، تالو،کومي، ستوني، چنغړک، سږو، شونډو، غاښو، اووريو، ژامو او هوا) په مرسته اداکوي او يوبل ته سره اوروي. په بله وينا: ژبه د يادش

13.01.2010 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more