انجنیرخلیل الله

Profile Photo

نوم می خلیل الله د غزنی ولایت د مقر ولسوالي اوسیدونکی یم.په دي ورستیو کي د کابل پولیتخنیک پوهنتون د ودانولو پوهنځۍ د صنعتي او مدني ودانیو له څانګي څخه د عمومي اول نمره په کچه فارغ شوي یم.د مسلکي زده کړو سربیره د کمپیوټر بیلابیلو مسلکي او نا مسلکي پروګرامونو سره اشنايی لرم.
مورنۍ ژبه مي پښتو دی.په دري او انګلیسي ژبو رواني خبري او ژباړي کولای شم.
ګران هیواد ته د چوپړ په موخه مي د سیول انجنیري Civil Engineering ویبلاګ د ټول افغان له بلاګونو څخه په لیکه کړی ده.له ټولو درنو لوستونکو څخه په ‌ډیر درنښت هیله کوم چی د همدي بلاګ په علمي غنامندي کي راسره ملتیا وکړي.
په سپپیڅلي اسلامي او پښتني مینه
انجنیر خلیل الله مایار
مقر

د سیـــول انجنیــري بریښنـایې کتابتـون Civil Eng. Digital Library


د اوسپنیزو کانکریټي عناصرو لکچرنوټونه

د سیول انجنیري ویبلاګ ډیرو قدرمنو لوستونکو او مینه والو: دا ځل درسره د بریښنایې کتابتون په برخه کې، د پولینډ هیواد د Cracow University د اوسپنیزو کانکریتي عناصرو مضمون د ماسټري دورې لکچر نوټونه شریکوو. نوموړي لکچر نوټونه راباندي د همدي پوهنتون د ماسټري دورې زده کوونکي افغان انجینیر محترم سید وفي الله لورولې دي، چې ورڅخه یوه دنیا مننه کوو.

01.05.2011 انجنیرخلیل الله

د سړک د ډیزاین پروژه په PDF بڼه کې کښته کړﺉ

د پروژي موضوع :دهلمندپه ولايت كې دمركزلشكرګاه څخه ترنادعلي ولسوالي پورې د (6km) سړك طرح اوډيزاين.           

06.04.2010 انجنیرخلیل الله

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more