سيدجمال فاطمي
زۀ سيدجمال الدين فاطمي يم د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د تورغر د کلي اوسېدونکی ، د کرنې د پوهنځي محصل ، اوس مهال پۀ ننګرهار ولايت کې د ژوند رنګينې شپې ورځې تېروم .شعر او ادب سره بې کچه مينه لرم او خپله هم شعرونه ليکم .
بېلا بېل مالومات
انټرنيټ ډاونلوډ منېجر (په رجسټرشوي بڼه) وړيا لاسه کړئ!
له انټرنيټ څخه په چټکۍ سره د فايلونو د ډاونلوډ (ښکته) کولو له پاره خلک له ډول ، ډول سافټ ويرونو څخه کار اخلي چې له دې جملې څخه يو هم انټرنيټ ډاونلوډ منېجر دی . انټرنيټ ډاونلوډ منېجر چې زه يې له ډېر وخت راهيسې کارووم ډېر په زړه پورې دی او ډېرې اسانتياوې لري، له ټولو غوره يې داده چې کله د فايلونو د ښکته کولو پر وخت برق قطع شي يا د کوم
ښکلا - پۀ زړۀ پورې مالومات
د کوري (يو ډول بوټي) پاڼې ضد عفوني دي او د سوي ضد دي د پوستکي پۀ کلکوالي کې مرسته کوي د کورکمنو لۀ پوډر سره يې د پوستکي د تغذيې لۀ پاره وکاروئ. د صحتمندو ګلابي غومبورو د لرلو لۀ پاره د مڼو د شيرې سرکه وکاروئ . دا مرکب د وينې لۀ دوران سره مرسته کوي او عفوني ضد دنده تر سره کوي . د غوړو او چاودو پوندو لۀ پاره د (ملخوزه) د دانو پوډر لۀ اوبو سره ګډ کړئ . دا خميره د موضعي کارونې لۀ پاره پۀ زيانمن شوې برخې ولګوئ . کۀ مو پوستکی خار
انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس
انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس چې ښاغلي اسرار احمد کريمزي جوړ کړی ښکلي او په زړه پورې قاموس دی، ما چې وليدل ډېری ځوانان د يو داسې قاموس په لټه کې دي چې انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس وي نو له دې امله مې غوره وګڼله چې دا ګټور قاموس په خپلې برېښنا پاڼې کې تاسو سره شريک کړم هيله ده چې ګټه ترې واخلئ.د نومړړي قاموس د ښکته کولو له پاره دلته
په ننګرهار کې جادويي ونه او د خلکو عقيدې
په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د کږې بازار سره نژدې یوه ونه ده، چې د چا غاښ خوږيږی په دې ونه یو مېخ ټک وهي، دوی په دې عقیده دي چې په دې ونه له مېخ ټک وهلو سره سم د غاښ درد ارامیږي او شفا مومي . د دې ونې ډډ (تنه) اوس مهال د یو انسان د قد په اندازه له میخونو څخه ډکه ده . له دې وروسته که د چا غاښ درد کوي مجبور دی چې له ځان سره زینه هم یوسي ځکه چې د ونې ښکته برخه نورو میخونو نېولې ده او د ونې په پورتنۍ برخه کې د مېخ ټک وهلو له پاره زینه اړینه ده.
د پاکستان هر نيټ ورک ته لۀ انټرنيټ څخه وړيا مسيجونه
که په هر هېواد کې ياست او غواړئ چې پاکستان ته مسيج ولېږئ وړيا يې لېږلی شئ خو مسيج مو بايد له (١٢٥) حروفو نه زيات نۀ وي پۀ لاندې پيوند کليک کړئ او د پاکستان هر کنکشن ته ، که جاز،ټيلي نار،يوفون او وارد وي ميسجونه ولېږئ : www.sms4smile.com
د لقمان حکيم نصيحتونه
١: د ټوکې خبرې د ځان عادت مۀ جوړوه. ٢: د خلکو پۀ مخ کې خلک مۀ خجالت کوه . ٣: يوه خبره پۀ بل باندې مۀ بوج کوه .
په ياهو ميسينجر کې د پښتو حروفو ستونزه هوارول
مونږ چې کله د ياهو مسينجر لۀ لارې چا سره په پښتو چټنګ کوو نو په عمومي ډول د پښتو تورو له ستونزې سره مخ کېږو په دې معنی چې کله پښتو توري ليکو نو د پښتو تورو پرځای سواليه راځي او پښتو حروف لکه څ،ډ،ټ،ڼ،ړ او داسې نور نۀ ليکل کيږي ددې ستونزو د هوارولو لپاره بايد تاسو د ياهو مسينجر لۀ نوي ورژن څخه کار واخلئ ! اوس دا پوښتنه راولاړيږي چې : نوی ورژن مسينجر لۀ کومه کړو؟