samim samim

Profile Photo

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم.

په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بانډارونو کې برخه اخیسته او له هماغه وخت راهيسې مې ليکنې هم پيل کړې، چې تر فراغت وروسته مې (د ژباړې فن) په نامه يو اثر خپور شو. دا اثر د ژباړې په اړه کابو هر اړخيزه څېړنه رانغاړي او د مبتدي ژباړنو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

ورپسې مې دويم چاپ شوی اثر (قرآن او تخنيک) دی، چې ژباړه ده، ترکيې د ستر ليکوال شعبان دوغن په زړه پورې اثر دی.

1- د ژباړې فن

2- قرآن او تخنيک (ژباړه)

3- د ژباړې فن د دوهم ځل لپاره هم چاپ شوی دی.

د هېواد په بېلابېلو ادبي او کولتوري خپرونو کې مې بېلابېلې ليکنې خپرې شوي او د وېبسايټونو له لارې هم زما ليکنې تر ډېرو پښتنو رسېدلي.

چاپ ته چمتو اثار:

1- ذهني پياوړتيا

2- ماشوم روزنه

اوسمهال په يوې نا دولتي مؤسسه کار کوم، زما برېښليک پته : rafiullah.stanikzai@gmail.com ، او ګرځنده شمېره: 0093700308908 او 0093788308908 ده.

د فیس بوک پته : http://www.facebook.com/#!/rafiullah.stanikzai

رفيع الله ستانکزی


دژباړې فن کتاب ارزونه

  دژباړې فن کتاب ارزونه خوشال روهي که تاريخ ته وکتل شي نو مهاجرتونو ،لويو سوبو او ورسره ژباړو د مدنيتونو په وده کې ډېر لوی لاس لرلی او دليل يې هم له دې لارو د مدنيتونو تر منځ د تجربو ، افکارو او پوهنو راکړه ورکړه ده . د نړۍ ډېر لوی مدنيتونه د مهاجرتونو يا لويو سوبو په پايله کې رامنځته شوي . له جبل الطارق څخه تر اندونيزيا پور ې د مسلمانانو دسوبو په پايله کې د عباسيانو د لوی اسلامي مدنيت زېږېدل او يا د امريکې د لويې

19.12.2009 samim

د ژباړې فن ته یوه لنډه کتنه

د ژباړې فن ته یوه لنډه کتنه د لیکوالۍ ویوکې په عمومي توګه په دوو معناوو باندې کارول کیږي:په عامه معنی لیکوال هغه څوک دی چې څه لیکلی شي. لکه چاته یو لیک او یا هم کوم بل څه. خو په خاصه معنی لیکوال هغه څوک دی چې د لیکوالۍ په هنر باندې سمبال وی او په ډیره ښکلی او زړه راښکوونکی بڼه د بیلابیلو مطالبو او

19.12.2009 samim

دژباړې فن دكتاب او ليکوال په اړه يوڅو خبرې!

دژباړې فن دكتاب او ليکوال په اړه يوڅو خبرې! له کومه ځايه چې ماته مالومه ده زموږ دهېوادوګړي اوپه ځانګړې توګه ځوانان دخپلې ټولنې داقتصادي اوټولنيزوناخوالوسره لاس اوګريوان وه اودي،چې زمونږپلرونه اوپه خپل وارسره زمونږځوانان هم ددې څخه ځورېږي. په ځانګړي ډول ددې ځانګړتياوولمن هغه وخت نوره هم پراخېږي چې زموږځوانان دنوروخلکواوبياهم په ځانګړې توګه دځوانانوپه هکله چې دپولې نه بهرژوندکوي له کړو وړو څخه خبرتياوې ترلاسه کوي چې اکثراً نيمګړې اوډېرځله دواقيعت څخه ل

19.12.2009 samim

ژوندليک

زه رفيع الله ستانکزی او د انجينر محمد جميل ستانکزي زوی یم، په کال 1986 زېږدي کې د لوګر ولايت، محمدآغې والسوالۍ د مغل خېلو په کلي کې زېږېدلی یم او ښوونيز ژوند مې په کوزې پښتونخوا پېښور کې پيل کړ، چې همهلته د محمديې عالي لېسې څخه فارغ او په کال 2002 زېږدي کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بريالی شوم او پر کال 2006 زيږدي کې ورنه فارغ شوم. په پوهنتون کې د زده کړيالۍ له مهاله مې له ادبياتو سره مينه وه او وخت ناوخت به مې په ادبي بان

23.11.2009 samim

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more