نړیوال ادب
هارورډ پوهنتون
غرمه مهال د ريل ګاډي څخه په بوسټن كي ښكته شول ،د ميرمن يي سوليدلې او زوړ كميس په تن وو، او ميړه يي هم شډلې كليوالې جامې اغوستې وي، پرته له مخكينۍ ژمنې په پوره ډاډ د هارورډ پوهنتون دروازي ته ورسيدل، دپوهنتون سكرتر چې دوۍ دسرك سر كوټې له كړكۍ څخه وليدل نو له ځان سره يي وويل چي دغه دوه شډل او كليوال كسان چي آن دكامبرج په سيمه كي د ګرځيدو وړ نه دي، څنګه ديخوا راروان دي، سكرتر لا له ځان سره بونګيده چي دوۍ د پوهنتون پردروازه ورننوتل، له سكرتر سره دمخامخ كيدو وروسته سمدل
دمینې پرښته
اه ! دا باران څومره په شړق وریږي، نزدی ده چی دکړکیوو شیشی راماتې کړي، باد ته ګوره ، څنګه خپل ویروونکي غږونه په هواکی راغبرګوي....... څومره یخه اوسړه شپه ده، څه هیبتناکه شپه ! بیوزلي او ملنګان به د بډایه او شتمنو خلکو په کوڅو اود ماڼیووشاوخوا دلوږې او یخنۍ څخه مړه شي، .. هیء افسوس پرهغویء....!نینون! زما ګرانې ولې په سوچونو کې ډوبه یی؟ ویریږه مه، راځه بوټان دی وباسه، ګاڼه دی یوې خواته کیږده، راځه زما څنګ ته کښینه چی دمینې دیوې پرښتې کیسه درته وکړم.زما ګر
د شكر اداء
په فرانسه كې د يوې شتمنې كورنۍ څښتن خپل ځوئ له ځانه سره ددغه هيواد ختيځوڅنډو ته په سفر بوتلو، او موخه يي داوه چي خپل ځوئ ته وښايي چي زمونږ په هيواد كې څومره بيچاره او غريب خلك اوسيږي.دوئ يوه ورځ او يوه شپه ديو خوار او عاجز بزګر په كور كې واړول.كله چي بيرته له سفرڅخه دكور په لور رهي شول ، نوپه لاره كې پلار له ځوئ څخه وپوښتل:- څنګه سفر وو؟ - ځوئ ورته په ځواب كي وويل : ډيرښكلې و پلاره.بيا يي پلار
بريښناليك
دا مريكا په مينوپوليس كه يوې ميرمنې او ميړه پريكړه وكړه چي داځل به د ژمي له دغي سختي يخنى څخه ديوې اوږدۍ رخصتى په موخه دفلوريدا ايالت ته ځي، خو دا چي دوىء په بيلا بيلو دفترونو كار كاوه، نونه يي شو كولاى چي په يوه ورڅ رخصت واخلي، او دفلوريدا ايالت ته الوتنه وكړي، پريكړه په دي وشوه، چې ميړه به د پنجشنپې په ورځ او ميرمن به يي پر سبا هماغه ټاكل شوي ځاي ته ورځي. كله چي يي ميړه ورسيد، او په هوټل كي يي دننوتو چارې ترسر
د انشټاین موټروان
دا د البرت انشټاین او دهغه د اړیکتیایی تیورۍ په اړه یوه ریښتونې او حیرانوونکې کیسه ده.کله چې البرټ انشټاین خپله مشهوره تیوري رامنځته کړه نو له امله یی دامریکا متحده ایالاتو بیلابیلو پوهنتونونو ته دلکچر ورکولو لپاره سفرونه وکړل . په دغو ټولو سفرونو کې یی خپل وفادار موټرچلوونکې (هاري) هم له ځان سره ګرځاوه.نو کله به چې انشټاین دلکچر ورکولو لپاره ټولګي ته ننوت نو هاري به ورسره یوځای ټولګي ته تلو او په وروستي قطار کی به ناست و.یوه ورځ چی انشټاین خپل یو لکچر پای ته ورساوه او
د مایکل سندره
كله چي كارن پوه شوه چي ماشوم يي پر نس دې، نوخپل يواځني درې كلن ځوۍ مايكل ته يي سترګې واوښتى چي څرنګه يي پوه كړي ددوى په كور كي يو بل ماشوم پيدا كيدونكې دي، خو چي كله دويته څرګنده شوه چي راروان ماشوم جينۍ ده، نو مايكل د خپلې خور په ياد ماشومانه سندرې پيل كړې.كارن دتونس په موريس ښارګوټي كي د بيلابيلو كليساوو د یووالي د ټولنې فعاله غړې ده، كله چي یی دماشوم دزيزيدو نيټه راورسيده نو په عادي ډول یی په يو ځايي روغتون كي ماشوم وزیږاوه، او دمايكل كوچنۍ خور پيدا شوه.خو له بده مرغه نوموړې په