غزل

دا ستا مېني مجنون كړم
 اوس ګرځم په بېديا
 زخمي دې اندرون كړم
 همدامې وه سزا
 
 كوم دم چه زه شيد اشوم
 شو پاتې نامُ ننګ
 ديار د در ګدا شوم
 شو پاتې نامُ ننګ
 غوڅ غوڅ مې شو ځېګر
 د عشق په خنجر
 او ګرځم كور كر
 سر ښكته په زنګون كړم
 ژړېږم تر سبا
 
 بهلول چه ځان ملنګ كه
 عالم وی لېونی دی
 هجران د اشنا تنګ كه
 عالم وی لېونی دی
 په غاړه مې كچكول
 په مثل د بالول
 ګذران مې شو په چول
 نور تنګ دې په ژوندون كړم
 اخر به شم رسوا
 
 بلبلې چه چغېږي
 وېرېږي له خزان
 هر ګل نه چه تاوېږي
 وېرېږي له خزان
 زه تل كوم ګريان
 د مېنې په بوستان
 چې را نشي خزان
 رنځود ستا بېلتون كړم
 ځماګرانه اشنا
 
 پتنګ شمعې له ژاړي
 په ناز او كرشمو
 وصال ديارنه غواړي
 په ناز او كرشمو
 سېلاب علي الدوام
 ولاړ دی لاس په نام
 په طمعه ديو جام
 كه سر او مال مرهون كړم
 يا رنه كوي وفا