غزل
صنم راشه صـنم * ژړيږم ستا له غم
ستا مينې كړم بيدم * ځي روح په دم قدم
زه تهمتي كړم تا * په اور ستي كړم تا
مجنون دستي كړم تا * د عشق په ماتم
ليلى ځما ليلى * خوبانو كې بلا
ګد په واويلا * كړم غم قلم قلم
د لاسه د بېلتون * شوم صحرانى مجنون
عبث تير شو ژوندون * دهجر په تور تم
ستامينې كړم بېتاب * په مړو يمه حساب
په سرو وينوسېلاب * ژړيږي دم په دم