غزل

چې تاكړمه اسير د زلفو په ځنځير
 تر څو به يم په وير راوښيه تدبير
 
 دلبره خداى لپاره نورپه ما مكړه ستم
 زخمې يم په ضمير را وښيه تدبير
 
 پوى نه يم چې آشنا دى ملامته كه يم زه
 دا كار دی د تقدير راوښيه تدبير
 
 سور ټيك دې كړي د سپين جبين لپاسه پاچهې
 پيزوان يې دى وزير راوښيه تدبير
 
 دا ستا د مېنې زور دى چې شوم زه لكه مجنون
 سېلاب يمه سوالګير راوښيه تدبير