غزل

پخپل وصال دې اى نګاره ماله راكه قسم
 او ماله راكه قسم
 
 نور مې احوال دځنكدن شو يو ځل راشه صنم
 او او بس كه ستم
 
 د ستا له غم ځينې نګاره حال مجنون شو زما
 حال مجنون شو زما
 
 د زړګي ولې مې پرې شوي دهجران په قلم
 او د هجران په قلم
 كه ستا په مينه كې بيمار يم ملامت نه يمه
 ملامت نه يمه
 
 د عشق په رنځ باندې اخته دي ټول عرب و عجم
 او ټول عرب و عجم
 
 د سبايي نسيمه يوسه دا پيغام اشنا له
 پيغام اشنا له
 
 چې ستا د غم چپې راځي مې په زړګي دم په دم
 او په زړګي دم په دم
 
 وايي سېلاب دلبره ستا په در كې ژاړمه زه
 در كې ژاړمه زه
 
 د ستا نه غواړمه نګاره د سرو لبو ملهم
 او د سرو لبو ملهم