غزل

اى نګاره رب لپاره
 سوال مې كه منظور سوال مې كه منظور
 
 يم بيماره خوار اوزاره
 حال مې د منصور حال مې دمنصور
 
 ځي مې چې له دواړو سترګو
 ستا له غمه نم صنم نم صنم
 
 يم ناچاره اى دلداره
 غم كړمه مجبور غم كړمه مجبور
 
 تير يم اى صنمه ستا په عشق كې
 نام او ننګ نه زه ننګ نه زه
 
 پرى واره شهسواره
 ستا يمه مزدور ستا يمه مزدور
 
 ونيوه عقيق د مينې اندرون مې
 زړه كې ځاى زړه كې ځاى
 
 اى اغياره شه كناره
 زه يمه رنځور زه يمه رنځور
 
 وايي سېلاب ستا د عشق منسف كه
 تهمت ماته غونډ تهمت ماته غونډ
 
 ګرانه ياره جفا كاره
 تا كړمه منشور تا كړمه منشور