غزل
بى مې كړمه مخموره
د ستا دزلفو تار
دعشق له پيغوره
زه ګرځمه كنار
سپين مخ دې دى هلال
كوكب لري شين خال
زما خواته وګوره
ولاړم يم انتظار
لمبو كې د نيران
ټيكاو كړمه هجران
وجهه مې شوله توره
پرسان مې نكړي يار
څلور حرفه اظهر
په نوم مې د دلبر
درې لرې كه ترې وروره
شو دوه سوه په شمار
خزان شوم په شباب
عالمه زه سېلاب
راضي يم له غفوره
رنګين مې دي اشعار
د عشق له پيغوره
زه ګرځمه كنار
ور ګډ شومه په زوره
دمينى په بازار