غزل

زړګى خوږيږي مې نه وينم يار
 په زړه وريږي مې ښكلى نګار
 
 پاڅه ريباره ته يوسه پيغام
 ورشه اشنا له مې وايه سلام
 تنګ په ژوندون يمه
 سر په زنګون يمه
 ملنګ مجنون يمه
 غوښې سوزيږي مې د عشق په نار
 
 پروت يم دهجر په جيل كې بندي
 جوړمې دفتر كه دمينې چاندي
 څوك چې دلبر لري
 د عشق دفتر لري
 په زړه پرهر
 اوښکې بهيږې مې شام او سحار
 
 يار مې لا وخته ووكړى تدبير
 غښتى د زلفو وو پړى ځنځير
 يار مې ټګمار دى
 ډير جفا كار دى
 دا مې اقرار
 عمر تيريږي مې په انتظار
 
 ياره په در كې د ستامې دى سوال
 مينې د ستا راپيښ كړى جنجال
 رنځور سېلاب يمه
 په اور كباب يمه
 عشق غم كې غرقاب يمه
 لسان كړيږي مې پاتې روزګار