غزل
ولول خو دا ستاتور زلفان دي ليلى
ارمان مې دا ستاسره لبان دي ليلى
مدام مې كلام مدام مې مرام
د سرو لبو جام
او او او د سرو لبو جام
او او او د سرو لبو جام
خمارې خو ستا تور چشمان دي ليلى
كړم ګډ په غوغا عالم كې رسوا
دمينې سودا
او او او د د مينې سودا
او او او د مينې سودا
زخمي په ځيګر عاشقان دي ليلى
زه مجنون ملنګ د دلبر په څنګ
په تهمت شوم رنګ
او او او په تهمت شوم رنګ
او او او په تهمت شوم رنګ
خونكار ستا چارګل او پيزوان دى ليلى
رنګين دې القاب دمينې شهاب
چې وايي سېلاب
او او او چې وايي سېلاب
او او او چې وايي سېلاب
په مثل د دُر يا مرجان دى ليلى
ارمان مې دا ستا سره لبان دي ليلى