غزل
بي ستانه ياره ګران دى ژوندون زما ژوندون
دعشق په اور بريان دى لړمون زما لړمون
كوم دم چې لېونى كړم اى نګاره مېنې ستا
جاويد قايم مقام زما په برخه شوه بېديا
زړګى وړى جانان دى مرهون زما مرهون
چې چالان مې كه د خيال په لين د مېنې ګړندى
ښكاره دې په سېنه شو لونګين سره زونډى
د زنې خال ارمان دى زرغون زما زرغون
لاټوپه شان تاويږي چې له شمعې نه پتنګ
همدايې وي مرام چې شي نصيب مې خپل قلنګ
ليلى پسې ګريان دى مجنون زما مجنون
چې واوريده په غوږ باندې ما ستا دباوو شرنګ
ستي په اور جلبل شومه په مثل د پتنګ
سېلاب د خولې بيان دى مضمون زما مضمون