غزل

خبر مې چې په مېنه كلى كور كور دى
 وصال مې اى دلبره په تا پور پور دى
 
 دا مېنه ده كه نده چې رسوايي په عالم كړم
 همدا به مې نصيب وو چې شيدا يي په صنم كړم
 زړګي مې چې ريبلى د عشق لور لور دى
 
 داستا د مېنې باغ كې زه توتي يمه ګويا
 د ځان مې دى ګڼلى ځكه كړمه دا وينا
 غماز مې ترې شړلی تل په شور شور دى
 
 مجنون هله مجنون شه چې عاشق شه په ليلا
 چې مېنې سودايي كه ښه روزګار يې په بيديا
 هر يو عاشق منلى تهمت تور توردى