تور دې مينې

ايله معلوم شو راته زور د مينې
 چې مې زړګى وريت شو په اور د مينې
 
 كه دې سلا وي ای مغروره آشنا
 راځه چې جوړ كړو ښكلی كور د مينې
 
 دا مې د ژوند اولنۍ آرزو ده
 كاش چې په دار شمه په تور د مينې
 
 د ژوندانه نورې ميلې نه غواړم
 بس زړه ته غواړم يو ټكور د مينې
 
 سيلاب د مينې هر كړاو منلی
 څه درته ووايمه نور د مينې