غزل

راځه راځه نګاره نګاره راځه راځه راځه
 كباب شوم بې انګاره انګاره راځه راځه رځه
 
 د سرولبو شربت په جام د محبت
 ارزان وىكه قيمت زه غواړم هر ساعت
 خزان پسې بهاره بهاره راځه راځه راځه
 
 داخل شوم په دانګو د مېنې په زانګو
 سېر نكړم په منګو د سرو شونډو جامګو
 ځما بلبل ګلزاره ګلزاره راځه راځه راځه
 
 چشمان دې اثري زلفان دې منګري
 كه دم پاډو لرې ولاړ يم مشتري
 چندړ باندې خاماره خاماره راځه راځه راځه
 
 پنځه حرفه شهاب په نوم كې د سېلاب
 دمېنې په تناب شو سل په بل حساب
 سېلاب وايي خماره خماره راځه راځه راځه