غزل

راځه راځه يو ځلې راشه شا ليلى
 وكړه پرسان مې د مينې ياره
 
 هجر د ستا نه لېونى شوم اى صنمه اى صنم
 لكه مجنون واړه روزګار مې په بيديا
 سخت شه ګذران مې د مينې ياره
 
 د ټول عالم خو خندنى كړم مينې ستازه مينې ستا
 له ډېره غمه مې ملګرې شوه سودا
 واوره ګريان مې دمينې ياره
 
 كچكول تر څنګ ملنګ ولاړ يم ستا په در زه ستا په در
 په طمعه طمعه د يو جام دې يم ګدا
 رنګ شه زعفران مې دمينې ياره
 
 خال دې مكواب ستا پرې داغلي زه سېلاب يمه سېلاب
 غواړم د سرو لبو ملهم دې د لربا
 دادى درمان مې دمينې ياره